د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسې کې هغه کس چې په یوې ښوونځۍ کې یي ۴ کسان ووژل د پولیسو لخوا محاصره شوي دي


دفرانسې پولیس وايي چې هغه سړی چې ددری ماشومانو او ېو ېهودي ښوونکي د وژلو شک پرې کېږي، دا نېت لري چې تسلېم شي.

دغه ډزې ددوشنبی په ورځ د فرانسي دېهودانو په ېوه ښوونځۍ کې چی دتولوز په ښار کې پروت دی وشوې. دفرانسی پولیس وايی چې مشکوک 24 کلن دی او محمد مېراه نومېږي. دغه سړی فرانسوی دی خو له اصله دالجزایرو دی. پولیسو هغه دتولوز د ښار په ېوه کور کې سنگر نېولی دی. دفرانسی د کورنېو چارو وزېر کلاډ گېنټ ووېل چې پوليس نېت لری چې داسړی ژوندی ونېسي.

دفرانسی د کورنېو چارو وزېر وايی دغه مشکو ک ادعا کوي چې د القاعده سره تړاولري او غوښتل ېې چې دهغو فلسطېنی ماشومانو بدل واخلي چې په منځنی ختېځ کې وژل کېږی.

پولېسو دهغه ورورد چارشنبی په ورځ وروسته له هغه نه ونېو چې دهغه پرکور ېې چپاوي برېد وکړ.

رپوټونه وايي چی هغه په دې تورن دی چې د اوزارهاتورا په ښوونځی کې ددوشنبی په ورځ د سهار د ټولگېو د پېل نه مخکی ډزې شروع کړی. په قربانېانو کې دری ماشومان چې عمرونه ېې څلورو ، پنځو او اوو کلونو ته رسېږی شامل دی. پردې سربېره دغه شخص دېوېهودی ښوونکی په وژلو هم تورن دی.

له ډزو نه وروسته هغه په موټر ساېکل سپور له هغه ځاې نه وتښتېده. رپوټ وايي چې دمړېو اجساد د ښخولو لپاره اسراېېلو ته په ا لوتکه کې ېوړل شول او په زرهاو ماتم کوونکېو ژړل او سلگۍ ېې وهلی . په دې کې د فرانسی دبهرنېو چارو وزېر الن ژوپې هم شامل وو چې له بېت المقدس نه بهرېې د دهغوی په جنازه کې گډون وکړ.

دفرانسی جمهورئېس ښاغلی سرکوزی، او د فرانسې د سوسیالست ګوند لخوا کاندید او ښي اړخی کاندید، دقربانېانو دکورنېو سره د خواخوږی او درناوی ښکاره کولو له امله ، خپله انتخاباتي مبارزې ځنډولی ده.

XS
SM
MD
LG