د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یوه ښوونځي کې په ډزو کې څلور تنه وژل  شوي

د امریکا د اورېګن ایالت په بېنډ ښار کې د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۵مه) پر یوه لومړني ښوونځي کې په ډزو کې درې ماشومان او یو ښوونکی وژل شوي او دوه نور کسان سخت ټپیان شوي دي.

د بېنډ ښار د پولیسو مشر مایک کرانتز په وینا، بریدګر ۱۶ کلن و او د سلور رېل لومړني ښوونځي په دروازې یې لومړی ډزې کړې وې او ښوونځي ته په زور ننوتی و.

پولیس وايي وژل شوي ماشومان، پنځه، اته او یوولس کلن و . یو اووه کلن ماشوم او یوه ۵۴ کلنه ښوونکې د ژورو ټپونو سره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو په وینا، یوه وسله‌وال ځايي اوسېدونکي، دغه مشکوک بریدګر ښوونځي ته د ننوتلو پر مهال لیدلی او ورپسې ورغلی و. دغه کس بریدګر په ډزو وژلی دی.

د اورېګن والۍ ټینا کوټېک د پېښې په اړه په خبري غونډه کې د هغه کس ستاینه وکړه چې، په وینا یې، د نورو کسانو د وژل کېدو د مخنیوي لپاره یې زړور اقدام کړی دی.

د پولیسو په وینا، د پېښې په اړه لومړنی بیړنی ټیلیفوني تماس د ماسپښین شاوخوا یوه بجه شوی و. په دغه تماس کې ویل شوي وو چې یوه نامعلوم کس د ښوونځي په محوطه کې پر یوه موټر ډزې کړې دي. څو شېبې وروسته پولیسو ته د ښوونځي دننه د ډزو راپورونه ورسېدل.

پولیس وايي، امنیتي ځواکونه د لومړني تماس له ترلاسه کولو درې دقیقې وروسته ښوونځي ته ورسېدل او بریدګر یې مړ وموند.

د بېړنیو خدماتو د مخابراتي خبرو لومړني غږیز ریکارډونه ښيي چې ښايي بریدګر د یوه زده‌کوونکي پلار وژلی وي، خو پولیسو تر اوسه د هغه کس هویت نه دی څرګند کړی.

سلور رېل لومړنی ښوونځی شاوخوا ۴۵۰ زده‌کوونکي او ۴۰ کارکوونکي لري او له وړکتون څخه تر پنځم ټولګي پورې ماشومان پکې زده‌کړې کوي.

د ښوونځي دغه برید په داسې حال کې شوی چې په متحدو ایالتونو کې د ښوونځیو پر زده‌کوونکو او کارکوونکو ډزې د عامه خوندیتوب یوه جدي اندېښنه پاتې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG