د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوری او دموکرات گوند ترمنځ اختلاف لا ژور شویدي


پروفیسره کرستین بلازي فورد او د ا مریکا د سترې محکمی نوماند بریټ کاونا د سنا په قضائیه کمېټه کې گواهي ورکوي؛ دکانگرس مانۍ، واشنگټن ډي سي؛ پنجشنبه، د سپمتبر ٢٧ مه ٢٠١٨ کال.
پروفیسره کرستین بلازي فورد او د ا مریکا د سترې محکمی نوماند بریټ کاونا د سنا په قضائیه کمېټه کې گواهي ورکوي؛ دکانگرس مانۍ، واشنگټن ډي سي؛ پنجشنبه، د سپمتبر ٢٧ مه ٢٠١٨ کال.

د سترې محکمی لپاره د نوماند قاضی کاونا د تائید ا ورد پر مسله جنجال تشدید شوی او دوام لري. د امریکا سناتوران د ایف بی رپوټ ته سترگې په لاردي څو دهغو ادعاگانو په تړاو معلومات پېدا کړی چی قاضی کاوناېې څو لسېزې مخکې په جنسی بی لاریو تورن کړی دی.

دقاضي کاونا خبره اوس په انتخاباتو کې د خلکو د هڅولو اوپارولو لپاره کارول کېږی. ولسمشر ټرمپ د مسیسسیپی ایالت کې دسنډي هایډ د ملاتړ په غونډه کې دکاونا مسلی ته او پرهغه د تورلگوونکې گواهۍ ته اشاره ورکړله.

ښاغلي ټرمپ د کرسیتین بلازی فورد چې پر کاونا ېې تورونه لگولی دی او دهغه نوماندې ېې له خطر سره مخامخ کړېده پېښې وکړلې. دغه تورونه د لیسی ددورې دوخت په نامناسب جنسی سلوک پورې تړاو لری.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون په انتخاباتو کې دخپلو پلویانو د پارولو لپاره وویل کله چې له تور لگوو نکی نه پوښتنه وشو ه چې کوردې چېرته دی هغې ویل زه نپوهېږم ، ته چېرته وې ، ویل زه نپوهیږم، خو مایو بیر څښلی و او همدا مې په یاد دی . په دې توگه ېې د یوسړی ژوند له سخت جنجال سره مخامخ کړ. دهغه د کورنۍ اولوڼو ژوند ېې تباه کړ، هغوی دخلکو ژوند خرابوي.

ولسمشرډانلډ ټرمپ په یوه انتخاباتي غونډه کې خبرې کوي؛ د مسېسېسپي، سوت هاون ښار، داکتوبر ٢- مه ٢٠١٨ کال.
ولسمشرډانلډ ټرمپ په یوه انتخاباتي غونډه کې خبرې کوي؛ د مسېسېسپي، سوت هاون ښار، داکتوبر ٢- مه ٢٠١٨ کال.

له بل پلوه پرون د سه شنبی په ورځ په سنا کې د جمهوری غوښتونکیو او دموکراتو مشرانو ترمنځ ناندرئ ووهل شولې چې د قاضی کاونا د تائید مسله ولې وځنډول شوله.

سناتور مېچ مکانل ویلی دی چی د کاونا د تصدیقولو پر مسله به په همدې اونۍکې رایگیری وکړی حتی که د ایف آی د تحقیقاتونتایج راغلی هم نه وی.

مبصرین وايی چی پخوابه د سناتورانو ترمنځ انتقادونه بهر ته زیات نه راوتل مگرداځلی اختلاف نظر او یوپربل تورونه ډیر څرگند ول.

په سنا کې د جمهوری غوښتونکی اکثریت مشر د سه شنبی په ورځ دموکراتان په دې تورن کړل چې د کاونا د نوماندۍ بهیر ېې له کوم موجه دلیل نه پرته ځنډولی دی.

د اریزونا جمهوری غوښتونکی سناتور جف لېک وايي:زما یوازېنی هیله داده چی حقایق پېدا کړو. زه په دې اړه پراخ نظر لرم لکه څنگه مې چې په استماعیه غونډه کې درلود. اوس وگورو چی دوی له څه شی سره بیرته راځي، زه نه غواړم مخکې ترمخکې پرې قضاوت وکړم.

تیره اونۍ سناتورانو د قاضی کاونا اوپرهغه د تورلگوونکې کرستین فورد گواهي واوریدله. د میرمن فورد گواهي په عمومی ډول د باوروړ وبلل شوله. خوولسمشر ډانلډټرمپ د سه شنبی په ورځ پرهغو انتقاد وکړ چې دې نه تصدیق شوې گواهۍ ته دومره اعتبار ورکوي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ ټرمپ په ا نتخاباتي مبارزه کې پرې تبصره وکړله: کیدلی شی چی یوسړی په ټول عمر کې درست انسان وي، خویوڅو ک به پرې دکوم شي تور ولگوي ، ضرورنده چی هغه دې ښځه وی؛ خو که یوچا په کوم شي تورن کړلې نو سمدلاسه گناهکار گڼل کېږې. دلته اوسترهغه وخت پورې په ریښتونی توگه گناهکار ېې ترڅو دې چی بیگناهي ثابته نشی. داکار د هغو ناوړو شیانو له جملی نه یو دی چی دلته واقع کېږي."

مېچ مکانل، په سنا کې د جمهوری غوښتونکی اکثریت مشر وویل: کله چېد کریستین بلازي فورد لیک رسنیو ته لاره پیداکړله ترهغېلږ وروسته د خټو او خاورود سیلاب دروازه پر بریټ کاونا او دهغه کورنۍ باندې راخلاصه شوه. ناڅاپه یو په بل پسې نه تصدیق شوې ادعاگانې رابرسیره شولی؛ هره یوه له بلې نه ډیره عجیبه او بې معنیوه.

خو مېچ مکانل هم د ولسمشر براک اوباما له خوانه د سترې محکمی لپاره نوماند قاضی په ٢٠١٦ کال کې ځنډولی و.

امریکا انتخابات او قاضی کاونا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

په سنا کې ددموکرات اقلیت مشر دهغه په ځواب کې وویل: پردموکراتانو باندې دا تور لگول چې د سترې محکمی د نوماندۍ بهیر ېې بې ضرورته ځنډولی دی، د ځورولو او توهین خبره ده. ریاکاري ده. دا دهغه مشر له خوانه ویل کېږی چی د سترې محکمی د یوقاضی نوماندي ېې تر ٣٠٠ ورځو نه زیاته موده ددې لپاره وځنډوله چې دده گوند سپینی ماڼۍ ته ورسږی.

په سنا کې داقلیت مشر چک شومر وویل چی یوه هفته ځنډ یوازې هغه وخت ممکن و چی حتی یوشمیر جمهوری غوښتونکیو سناتورانو دهغه خلاف دادعاگانو له اوریدلو نه وروسته فیصله وکړله چی جدي دي ا و لازمه ده چی دایف بی تحقیقات پکی وشی.

پرکاونا باندې انتقاد کوونکیو دهغه له دښمنی او مخالفت نه ډک دریځ د گواهۍ په وخت کې د سترې محکمی د یوقاضې لپاره نامناسب وباله.

د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره میرمن هیلري کلنټن وايي: ".. په قاضیانو کې په یوشی پسی لټه کېږی او هغه قضايی سلوک دی. تاسې پوهېږئ هغه داسی خلک وي چی کولی شي پر خپل ځان او احساساتو حاکمیت ولري"

په خپله قاضی بریټ کاونا د تائید د بهیر د ځنډولو پهتړاو وايي چی دموکراتان غواړي له ده نه بدل واخلي

پخوانی ولسمشر بېل کلنټن او مانیکا لووېنسکي د ١٩٩٥ کال د نومبر په میاشت کې. دغه عکس دمستقل مفتش کېنېت ستار له خوانه د سپتمبرپه ٢١ مه خپور شو.
پخوانی ولسمشر بېل کلنټن او مانیکا لووېنسکي د ١٩٩٥ کال د نومبر په میاشت کې. دغه عکس دمستقل مفتش کېنېت ستار له خوانه د سپتمبرپه ٢١ مه خپور شو.

تیره اونۍ قاضی کاونا په خپله گواهۍ کې پر دموکراتانودا تور ولگاوه چې د کلنټن دکورنۍ په استازیتوب ترینه بدل اخلی. دهغه اشاره دیته وه چی میرمن هیلر ي کلنټن په ٢٠١٦ کال کې انتخابات بایلل اوله بل پلوه قاضیکاونا د پخواني ولسمشر بیل کلنټن په وخت کې د ١٩٩٠ په لسیزه کې دهغو قانونپوهانو په ډله کې شامل و چې د بیل کلنټن د مواخذه کولو لپاره ټاکل شوي وو.

پر پخوانی ولسمشر بېل کلنټن باندې دا تور لگیدلی و چی د مانیکا لووینسکی په نامه د سپینی ماڼۍ له یوې کارکوونکې سره ېې جنسی اړیکی درلودلې اوپه اړه ېې درواغ ویلي وو.

XS
SM
MD
LG