د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې تښتول شوي ماین پاکان خوشې شول


د دې پیښې وړاندې هم د لوګر په ولایت کې څو ځلې د ماین پاکۍ په موسسو وسله والو بریدونه کړي دي.
د دې پیښې وړاندې هم د لوګر په ولایت کې څو ځلې د ماین پاکۍ په موسسو وسله والو بریدونه کړي دي.

د لوګر ولایتي شورا وایي چې دا شل تنه ماین پاکان چې د چهارشنبې په ورځ وسله والو تښتولي وو، نن ددغه ولایت د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شوي دي.

دمخه معلومات

د لوګر حکومتي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د تښتول شوو شل تنو ماين پاکوونکو د راخلاصون په موخه کشفي ادارو او امنيتي ځواکونو جدي هڅې پيل کړې دي.

د سټرلېنګ په نوم د ماين پاکۍ موسسې شل تنه افغان کارکوونکي، چې په یوکاسټر موټر کې سپاره وو، پرون چهارشبنه له غرمې مخکې د پل علم اړوند د الياس خان کلا په سيمه کې له موټر سره يوځای وسله والو برمته کړي دي.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا برمته کوونکي، چې په وسلو ښه سبمال وو، شمېر يې اته کسه و، په څلور موټرسایکلونوسپاره وو او نقابونه يې هم اغوستي وو.

د لوګر د والي وياند سليم خان صالح نن پنجشنبه امريکاغږ ته وويل، چې تر اوسه د ماين پاکانو د تښتونې لوری نه دی معلوم شوی، خو امنيتي ځواکونه په دې اړه پوره هلې ځلې کوي.

صالح زياته کړه، ولايتي چارواکي به هڅه وکړي، چې د برمته شوو د نيونې د ځای له تثبيت وروسته د هغوی په خلاصون کې قومي سپين ږيري منځګړيتوب وکړي.

تر اوسه ددې کسانو د تښتونې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی، خو طالب وسله والو څو ځله مخکې رسنيو ته ويلي، چې له ماين پاکوونکو سره ستونزه نه لري.

سټرلېنګ موسسه، چې کارکوونکي يې افغانان دي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د لوګر په مرکز پل علم، خوښۍ او محمداغې ولسواليو کې د ماين پاکۍ چارې مخته وړي.

په تېرو دوو کلونو کې دا دريم ځل دی، چې ددغې موسسې کارکوونکي د ناڅرګندو وسله والو له لوري برمته کېږي، مګر تر يو څه مودې وروسته بېرته خوشي شوي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG