امریکا د ګواتیمالا درې ډلې د ترهګرو په ځانګړو ډلو کې شاملې کړې

د متحده ایالاتو حکومت جمعه نومبر ۱۳ مه د ګواتیمالا درې ډلې د ترهګرو ډلو په ځانګړې لست کې شاملې کړې چې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د مکسیکو د کارټلونو یا غلو ډلو سره ژورې اړیکې لري.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې دا ډلې لاس لورینزاناس، لاس هیوستاس او لاس میندزوا نومیږي. په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ډلې د مکسیو د کارټلونو یا غلو ډلو سره د غیر قانوني مخدر موادو په صادرولو، ترهګرۍ لپاره مالي ملاتړ او نورو جنایي فعالیتونو کې مرسته کوي.

په اعلامیې کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت د لاس لورینزاناس ډله د بهرني ترهګریز سازمان او ځانګړي نومول شوې نړیوالې ترهګرې ډلې په لست کې اچوي او زیاتوي چې دا د ګواتیمالا د مخدره موادو تر ټولو ځواکمنه ډله ده.

وزارت ویلي چې دا ډله په ګواتمیالا کې د ملکيانو، حکومتي چارواکو او نظامي ځواکونو په خلاف د متشددو کړنو مسؤله ده.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د لاس هیوستاس او لاس میندوزا ډلې د ځانګړې پیژندل شوې ترهګرې ډلې په لست کې اچولي ځکه چې د مکسیکو هغو کارټلونو یا غلو ډلو ملاتړ یې کړی چې متحده ایالاتو په ځانګړې لست کې شاملې دي. په اعلامیې کې راغلي چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت به د خپل ولس د خوندیتوب، امریکا د غیر قانوني مخدره موادو د راتګ او د مخدره موادو پورې اړوندو ترهګرو د فعالیتونو ګډوډولو لپاره د ټولو موجودو امکاناتو څخه کار واخلي.

د وزارت د اعلامیې یوې برخې کې راغلي، " پداسې حال کې چې دا بهرني ترهګریز سازمانونه د ګواتیمالا ادارې مفسدې کوي، مونږ لاس تر زنې نشو کښیناستلی". وزارت همدارنګه ویلي چې دا اقدامات څرګندوي چې د جمهور رئیس ټرمپ حکومت په سیمې کې د مخدره موادو اړوند ترهګرو شبکو او د امریکا د ولس د خوندیتوب لپاره پخپلو ژمنو عمل کوي.

XS
SM
MD
LG