د لاس رسي وړ اتصالات

لاتینې امریکا کې دیموکراسۍ هڅې، بلنکین سیمې ته په سفر ځي


ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ اکیواډور او کولمبیا ته په رسمي سفر ولاړ شي.

د لاتینې امریکا دغو هیوادونو ته د ښاغلي بلینکن سفر د دیموکراسیو سره پداسې حال کې ملاتړ کول دي چې د ونزویلا سره ستونزې ډیرې شوې.

ښاغلی بلنکین به په دواړو هیوادونو کې د منتخبو مشرانو سره چې د ښي اړخ د نظریو طرفداران دي وګوري. جمهور رئیس بایډن هم غواړي چې د لاتینې امریکا په هیوادونو کې دیموکراسي رایجه کړي او په سیمه کې په کین اړخې نظریې لرونکو مشرانو فشارونه ډیر کړي.
د لاتینې امریکا لپاره د امریکا تر ټولو جګپوړي دیپلومات براین نیکولاس ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر به پدې سفر کې روښانه کاندي چې د اکیواډور او کولمبیا په شان هیوادونو د دیموکراسۍ د ارزښتونو او تعهد نه په ګټې اخیستو څنګه د خپلو ولسونو د خیر ښیګڼې لپاره کار اخیستی.

بلنکین به د سه شنبې په ورځ د ایکواډور په پایتخت کیوټو کې د جمهور رئیس ګیولیرمو لاسو سره وګوري چې د همدې کال په سر کې یې د جمهوري ریاست انتخابات وګټل.

ښاغلي نیکولاس خبریالانو ته وویل چې "جمهور رئیس لاسو خپل ولس ته چې د کویډ-۱۹ ضد بیمارۍ واکسین په رسولو کې چې څومره پرمختګ ښودلی د پخوانۍ ادارې په پرتله د یو شفاف او دیموکراتیک حکومت ښکاره مثال دی".

کولمبیا هم د پخوا راهیسې د متحده ایالاتو ملګری هیواد دی.

سره لدې چې د دیموکرات ګوند یو شمیر اصلاح غوښتونکو غړیو د ښاغلي بایډن نه غوښتي چې پدې هیواد کې د پولیسو د ظلم او ستم په هکله په زغرده خبرې وکړي خو ښاغلي بایډن د کولمبیا د جمهور رئیس ایوان ډیکې سره د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ملاتړ ته دوام ورکړی.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به پدې سفر کې د بشري حقونو د ډلو سره وګوري او د دواړو هیوادونو د مشرانو سره به د مهاجرت او اقلیم د بدلون پر سر خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG