د لاس رسي وړ اتصالات

مارکو روبیو د آسیان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدنې لپاره فلیپین ته ځي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د آسیان یا د آسیا د سهیل ختیځو هیوادونو د ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه د فلیپین پلازمینې مانیلا ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (جولای ۱۷) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جولای له ۱۷ څخه تر ۱۹ پورې یاد هیواد ته سفر وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به ددې سفر په ترځ کې د هندو پسفیک د هیوادونو له جګپوړو چارواکو سره هم ملاقاتونه هم ولري.

د بهرنیو چارو د وزیر دا سفر د امریکا د یوه روښانه لومړیتوب په برخه کې پرمختګ دی کوم چې یو ازاد او پرانیستی هندو-پسفیک د سیمې او د امریکا د خلکو لپاره خوندیتوب، امنیت او سوکالي راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له دغه سفر څخه په استفادې، نه یوازې د امریکا او آسیان د شراکت ملموسې پایلې نندارې ته وړاندې کړي بلکې له فلیپین سره به د متحدو ایالاتونو پراخ شراکت لا پسې پیاوړی کړی.

آسیا یا د آسیا د سهیل ختیځو هیوادونو ټولنه د لسو هیوادونو څخه جوړه ده چې بروني، کمبودیا، اندونیزیا، لاووس، مالیزیا، میانمار، فلیپین، سنګاپور، ټایلنډ او ویتنام یې غړیتوب لري.

د آسیا د بهرنیو چارو وزیران نه یوازې په خپلو بلکې د نورو هیوادونو سره هم په سیاسي، اقتصادي، امنیتي، تجارت او سیمه ایزو مسایلو په اړه بحث کوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG