د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې په هیواد کې د کیڼ اړخو ډلو لخوا د ترهګریزو بریدونو شمیر بې سارې کچې ته رسیدلی دی.
مارکو روبیو دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د جولای ۱۶مه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې وکړې چې د سیاسي ترهګرۍ د بیا راپورته کیدو سره د مبارزې په موضوع د یوې غونډې کوربه و.
روبیو دې غونډې ته چې د نړۍ د ځینو هیوادونو وزیران هم ور بلل شوي و په خپلې وینا کې، په کور دننه او بهر کې د کیڼ اړخو ډلو لخوا په سیاسي تاوتریخوالي تمرکز وکړ.
روبیو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو څو هڅې د کیڼ اړخو ډلو سره وتړلې او ویې ویل چې چارلي کرک، یو محافظه کار سیاسي فعال او د ډونالډ ټرمپ ملاتړی، د کیڼ اړخو لخوا ووژل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کیڼ اړخې افراطیت یوه شیطاني پدیده وبلله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې به نورې ډلې هم شاملې شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې څلور بهرني چپي افراطي سازمانونه د ترهګرو ډلو په توګه نومولي وو.
روبیو وویل چې کېن اړخې افراطي شبکې د پولو هاخوا له یو بل سره همغږي کوي، روزنیز مواد، شفري اړیکې، مالي سرچینې او خوندي پناه ځایونه سره شریکوي او په ځینو مواردو کې له هغو هېوادونو سره همکاري کوي چې واشنګټن یې دښمن ګڼي.
هغه زیاته کړه چې امریکا او متحدین یې باید د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ د همکارۍ او د ترهګرو د مالي سرچینو د بندولو هڅې پراخې کړي.
روبیو غونډې ته وویل: "تاسو دلته ځکه یاست چې دا یو حقیقي ګواښ دی، ورځ تر بلې زیاتېږي او نور ترې انکار نشي کېدای او نه هم له پامه غورځول کېدای شي. اوس وخت رارسېدلی چې دا شر د تل لپاره له منځه یوسو."
هغه همدارنګه وویل: "د متمدنې نړۍ خلکو ته پکار ده چې له ځانه دفاع وکړي."
د امریکا د قوانینو له مخې، د بهرني ترهګر سازمان په توګه د یوې ډلې نومول د دې سبب کېږي چې دغې ډلې ته هر ډول مادي ملاتړ جرم وبلل شي، د امریکا تر واک لاندې شتمنۍ یې کنګل شي او غړي یې متحدو ایالتونو ته له ننوتلو منع شي.
"په اروپا کې د جهادي ترهګرۍ له امله د وژل شویو کسانو شمیر له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې نږدې ۹۷ سلنه راټیټ شوی دی. په بل عبارت، تر ډیره حده، زموږ د ترهګرۍ ضد ستراتیژي اغیزمنه وه. ګواښ له منځه نه دی تللی. البته، دا به دوام ومومي، په ځانګړې توګه تر هغه وخته پورې چې موږ د کډوالۍ سیسټمونه زغمو چې دا ګواښونه به مستقیم زموږه هیوادونو ته راوړي. خو ګواښ ډیر کم شوی دی. نن ورځ په نړۍ کې د دې له امله ډیر توپیر ګورو. خو، د ترهګرۍ ضد زموږ نظریه له اوږدې مودې راهیسې د سیاسي چپ اړخو له خوا د افراطي تاوتریخوالي په اړه یو ړوند ټکی لري."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په نننۍ غونډه کې به ګډون کوونکي هیوادونه وهڅوي چې د کیڼ اړخو افراطي غورځنګونو سره د مبارزې لپاره ګډ او قوي اقدام وکړي
فورم \ دبحث خونه