د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: بهرني ترهګر له خپلو کورنیو سره شمالي ولایتونو ته ورغلي


 د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د وارو د اورښت او یخنۍ له امله د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جکړې کمې شوي دي.
د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د وارو د اورښت او یخنۍ له امله د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جکړې کمې شوي دي.

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال مهمند کټوازی وايي چې د افغانستان یو شمیر شمالي ولایتونوته په سلګونه ترهګر چې له خارجي استخباراتي کړیو سره اړیکې لري د خپلو کورنیو سره ورغلي دي.

جنرال مهمند کټوازی وایي، د پاکستان د استخباراتو اداره آی ایس آی شمالي ولایتو نو ته د ترهګرپه استولو تورنه کړه او ویې ویل چې که دغه ترهګر په شمال کې ونیول شي ځانونه د کندهار معرفي کوي او که په بل ولایت کې ونیول شي بیا ځانونه د بل ځای معرفي کوي.

پاکستان د شاهین قول اردو د قوماندان د ادعا په اړه تبصره نه ده کړې، خو دغه هیواد د افغانستان په چارو کې لاس وهل او افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د همکارۍ په هکله د افغان حکومت د چارواکو ادعاوي تل ردي کړي او بې اساسه یې بللي دي.

د بلې خوا په شمال کې د پولیسو د پامیر زون قوماندان جنرال بابه جان وايي چې د پولیسو د دغه زون د قوماندانۍ تر کنټرول لاندې شمالي ولایتونو ته شپږ سوه بهرني ترهګر له خپلو کورنیو سره راغلي دي او فعالیتونه یې پیل کړي دي.

جنرال بابه جان زیاتوي چې دغه بهرني ترهکرد سرپل، فاریاب اود بادغیس د ولایتونو په کوهستاناتو، بلڅراغ، غورماچ، ګرزیوان او نورو ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي.

د شمال امنیتي مسولین وايي چې په دغو بهرنیوترهګرو کې د ازبکستان، چچینیا، تاجکستان او پاکستان اتباع شامل دي.

دغو چارواکو تیره ورځ خبریالانو سره په خبرو کې د وسله والو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د چمتوالی یادونه هم وکړه.

د سیمې خلک هم اندیښمن دي دي وايي چې دغه تروریستي کړۍ هڅه کوي هغه افغان ځوانان خپلو ليکو ته جذب کړي، چې له حکومته ناراضه دي.

د شمال زون امنیتي مسولین وايي چې دغو ولایتونو ته بهرني اتباع د تروریستي فعالیتونو په خاطر راغلي، خو په بغلان کې هم خلک وايي چې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د داعش په نامه د دولت د مخالفې ډلې فعالیتونو د پراخیدو ویره شته دی.

له تیر کال راپه دیخوا بغلان او کندوز هغه دوه ولایتونه دي چې امنیت یې د ډاډ وړ نه دی، د کندوز زیات شمیر خلک د دغه ولایت له سقوط وروسته بیرته خپلو کورونو ته د امنیت د نشتوالي له امله نه دي راستانه شوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG