د اوونۍ غوره عکسونه
۵
په نوی ډهلي کې د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو (جي-۲۰) په سرمشریزه کې به د امریکا له ولسمشر جوبایډن په ګډون د برتانیا صدراعظم ریشي سوناک او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ګډون وکړي
۶
د نودا ایالت په "بلک راک بیدیا " کې د سخت اورښت له امله سلګونه نقلیه واسطې چې په دغه ایالت کې د "برنینګ من" په مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو، په خټو کې را ګیر شول
۷
په لندن کې د طالبانو د رژیم پر ضد د یو شمېر معترضو میرمنو لاریون
۸
یو اوکراینی سرتیری د دونتسک په سیمه کی د روسي ځواکونو سره په جګړې کې د خپل یوه ټپي شوی ملګري سره لومړنۍ طبي مرسته کوي