د لاس رسي وړ اتصالات

سیما سمر: د معافیت د فرهنګ دوام فساد زیاتوي


اوس افغانستان د شفافیت د نړیوالې ادارې د فاسدو هیوادونو د نومونو د لیست اتم ځای کې ولاړ دی.
اوس افغانستان د شفافیت د نړیوالې ادارې د فاسدو هیوادونو د نومونو د لیست اتم ځای کې ولاړ دی.

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون مشره میرمن سیما سمر وایي د افغانستان په رسمي ادارو کې د فساد شتون د لانجو او جګړو سبب ګرځي چې پایله یې د بخښنې د فرهنګ دوام دی.

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې نن د چهارشنبې په ورځ د " بشرې حقونو او فساد سره د مبارزې" ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره په دغه هیواد کې د فساد د جړلو ایستلو ته اړتیا ده.

میرمن سمر وویل چې په افغانستان کې په دیموکراسۍ باندې د خلکو د نه باور یو علت هم په ټولنه کې د فساد شتون دی.

میرمن سمر وویل" له بده مرغه د بخښنې د فرهنګ دوام فساد هڅوي، که چیرې ځواب ورکولو سیستم وجود ونه لري بیا نو فساد زیاتیږي، فساد سره مبارزه د یو یا دوو کلونو کار نه دی، بلکې یو ډیر کلک سیاسي تعهد ته اړتیا لري ".

میرمن سمر وویل چې هر افغان باید د فساد سره مبارزه له خپل ځان څخه پیل کړي.

ټاکل شوې ددې ملي کنفرانس پایلې به د افغان حکومت د هغو ادارو سره چې د فساد پر وړاندې مبارزه کوي شریکې شي.

د ملي یووالي د حکومت د هڅو په پایله کې تیرکال افغانستان د شفافیت د نړیوالې ادارې د فاسدو هیوادونو د نومونو د لیست اتم ځای خپل کړ، د هغې وړاندې دا هیواد د نړۍ ترټولو دریو فاسدو هیوادونو په ډله کې شامل وو.

XS
SM
MD
LG