د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا د ناروغیو د کنټرول ادارې نوې مشره تایید کړه

ډاکټره ایریکا شوارټز د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې (CDC) مشره
ډاکټره ایریکا شوارټز د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې (CDC) مشره

د متحده ایالانو سنا د چهارشنبې په ورځ ډاکټره ایریکا شوارټز د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې (CDC) د مشرې په توګه تایید کړه. میرمن شوراټز داسې مهال دې مقام ته ټاکل کیږي چې دغه اداره له سیاسي فشارونو او د واکسینونو په اړه له پراخو بحثونو سره مخ وه.

شوارټز د ۵۱ موافقو او ۴۴ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره تایید شوه او د یادې ادارې ۲۲مه مشره وټاکل شوه.

د رایې ورکولو بهیر تر ډېره د ګوندي دریځونو پر بنسټ ترسره شو، او د ویرجینیا ډیموکراټ سناتور ټیم کین یوازینی ډیموکراټ و چې د هغې ملاتړ یې وکړ.

ډاکټرې شوارټز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لومړۍ دورې کې د امریکا د عمومي جراح د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې ده. هغې د طب او حقوقو په برخو کې زده کړې کړي او د امریکا د عامې روغتیا او ساحلي ګارد په ادارو کې یې هم مهمې دندې کړي.

نوموړې به اوس د داسې یوې ادارې مشري پر غاړه واخلي چې د تېر نږدې یو کال راهیسې یې بشپړ او رسمي مشر نه درلود. شوارټز ویلي، د عامې روغتیا اړوند پرېکړې به د علمي شواهدو او طبي اصولو پر بنسټ کوي.

د هغې تاییدې په داسې وخت کې شوی چې د CDC رول د واکسینونو، ساري ناروغیو او د عامې روغتیا د پالیسیو په اړه د روانو سیاسي او علمي بحثونو له امله تر بل هر وخت ډېر د پام وړ ګرځېدلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG