د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا د حکومت له لورې د ۷۰۰ میلیارد ډالرو لګولو وړاندیز منظور کړ


په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر د ۲۰۲۲ کال د انفلاسیون کمولو د قانون له منظورېدو وروسته له رسنیو سره خبرې کوي.
په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر د ۲۰۲۲ کال د انفلاسیون کمولو د قانون له منظورېدو وروسته له رسنیو سره خبرې کوي.

د متحده ایالتونو سنا، د یکشبنې په ورځ ۷ اګست (اسد ۱۶) د انفلاسیون د مخنیوي، اقلیم بدلون او نورو برخو کي د بایډن د حکومت د ۷۰۰ میلیارد ډالرو پیشنهاد شوې لایحه منظور کړه او ټاکل شوې ده چې په روانه اونۍ کې په کانګرس کې د ولسي جرګې له لوري هم تصویب شي.

ددې لایحې په سر په سنا کې، له تمې سره سم، د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو رایې سره مساوي شوې چې د جمهور رئیس مرستیالې کاملا هاریس د ټاکونکې رایې سره دغه لایحه تایید شوه.

د ۲۰۲۲ کال د انفلاسیون کمولو د قانون په نامه، ددې لایحې له مخې به د پاکې انرژۍ د تولید او اقلیم د اصلاحاتو په برخه کې ۳۰۰ میلیارد ډالر ولګول شي، چې دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو لویه پانګونه ده.

ددې لایحې پر سر له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ بحثونه روان وو. جمهوري غوښتونکي ادعا کوي چې حاکم ګوند پیسې بې ځایه لګوي. خو دیموکراتان بیا پر جمهوري غوښتونکو تور لګوي چې د دوی اقداماتو ته خنډونه جوړوي.

په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر ددغه لایحې منظورېدل تاریخي بریا ګڼي او وايي: "دا قانون لګښتونه کموي، په ملیونونو دندې ایجادوي... دا به په امریکا کې د ارزانه پاکې انرژۍ د تولید نوی باب پرانیزي".

دیموکرات دسناتور کریس کوونز هم د دې لایحې منظورېدل د دیموکراتانو او جمهور رئیس بایډن دپاره بری بولي. هغه وايي د مالیې داسې وزیران چې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دواړو ادارو کې یې دندې ترسره کړي، ددې لایحې ملاتړ کوي.

سناتور کوونز باوري دی چې دا قانون به د روغتیا او انرژۍ په برخه کې د امریکایي کورنیو ډېر لګښتونه را کم کړي او د انفلاسیون په قابو کولو کې به مرسته وکړي. خو وايي: "کېدای شي پر انفلاسیون باندې یې په یو یا دوو کلونو کې دومره زیات تاثیر و نه ګورو".

د سنا دیموکرات غړي وايي چې دوی به په شرکتونو د مالیاتو د لوړولو له لارې د انفلاسیون د کمولو دا قانون تمویل کړي، خو جمهوري غوښتونکي دا اقدام غلط بولي.

جمهوري غوښتونکی سناتور مایک رونډز وايي پر شرکتونو د مالیو لوړول پر عامو امریکايي کورنیو ناوړه اغېز کوي. هغه وايي: "دوی وایي په لویو شرکتونو مالیه لوړوو، مګر لوی شرکتونه بیا نرخونه لوړوي. دوی دا ټول له پامه غورځوي. و به وګورو چې د مالیاتو لوړول پر امریکایانو باندې څه ډول اغېز کوي".

بل خوا د امریکا د حکومت تازه خپرو شویو شمېرنو وښودله چې په دغه هېواد که تر هغه څه چې تمه یې کېده په لوړه اندازه دندې شته. په وروستي راپور کې ویل شوي چې یوازې تېره میاشت ۵۲۸ زره نوې دندې را منځته شوي دي. دا په امریکا کې په تېره نیمه پیړۍ کې د بې روزګارۍ تر ټولو ټیټه کچه څرګندوي.

XS
SM
MD
LG