د لاس رسي وړ اتصالات

مخکښ سناتور او د ولسمشر ټرمپ متحد، لېنډسي ګراهم د 'ناڅاپي ناروغۍ' له امله مړ شو

ګراهم یو پخوانی وکیل، د هوايي ځواکونو ډګروال او د سویلي کارولینا د هوايي ملي ګارډ غړی و چې د ایالتي استازي په توګه په ټاکنو کې تر بریا وروسته، سیاست ته مخه کړه.
ګراهم یو پخوانی وکیل، د هوايي ځواکونو ډګروال او د سویلي کارولینا د هوايي ملي ګارډ غړی و چې د ایالتي استازي په توګه په ټاکنو کې تر بریا وروسته، سیاست ته مخه کړه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د کانګرس غړو او د نړۍ ګڼو مشرانو د سویلي کارولینا د مخکښ او محافظه کار جمهوري غوښتونکي سناتور لېنډسي ګراهم د مړینې له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

ګراهم د شنبې په ورځ [جولای ۱۱مه] د ۷۱ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې. د ګراهم دفتر په یو لنډ پیغام کې لیکلي چې د هغه مړینه د "ناڅاپي ناروغۍ" له امله وه.

ولسمشر د یکشنبې په سهار [جولای ۱۲مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې ولیکل: "سناتور لېنډسي ګراهم، یو له هغو سترو خلکو او سناتورانو څخه چې ما ورسره پېژندل، مړ شو!" ولسمشر زیاته کړه: "هغه تل په کار بوخت و، او یو ریښتینی وطنپال امریکايی و. لنډسي به ډېر یادېږي!!!"

د سناتور ګراهم دفتر د یکشنبې د سهار په ۲:۰۰ بجو یو انلاین بیان خپور کړ. په بیان کې لیکل شوي چې ګراهم د شنبې په ماښام "له یوې لنډې او ناڅاپي ناروغۍ" وروسته مړ شو. په بیان کې ویل شوي چې کورنۍ یې "په دې وخت کې د دعاګانو ستاینه کوي او په دې خورا سخت پړاو کې د محرمیت غوښتنه کوي." ګراهم هیڅکله واده نه و کړی او اولادونه یې نه درلودل.

ټرمپ د یکشنبې په سهار له سي‌اېن‌اېن شبکې سره په یوې مرکې کې وویل چې ګراهم د شنبې په ماښام شاوخوا ۶:۳۰ ورته زنګ وهلی و او فکر یې کاوه چې هغه "ښه" دی. ټرمپ د ګراهم مړینه "خوشینونکې" وبلله.

ټرمپ وویل: "دا څومره لویه ضایعه ده. هغه یو لوی سیاستوال و. هغه یو طبیعي انسان و. د هغه په څېر ډېر کم خلک شته."

د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس چې سپینې ماڼۍ ته تر رسېدلو مخکې، په سنا کې له ګراهم سره کار کړی و ویلي چې ګراهم په ځوانۍ کې راپورته شو څو د ځمکې پر مخ په تر ټولو ځواکمن هېواد کې یو له خورا ځواکمنو قانون جوړونکو څخه شي.

ونس د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "د هغه کیسه په بنسټیزه توګه یوه امریکایي کیسه وه."

ګراهم یو پخوانی وکیل، د هوايي ځواکونو ډګروال او د سویلي کارولینا د هوايي ملي ګارډ غړی و چې د ایالتي استازي په توګه په ټاکنو کې تر بریا وروسته، سیاست ته مخه کړه. هغه په ۱۹۹۴ کال کې د متحدو ایالتونو د استازو جرګې غړي شو او هلته یې څلور دورې تېرې کړې. دی په ۲۰۰۲ کال کې د سنا مجلس غړی شو او څلور دورې یې په سنا کې تېرې کړې.

ګراهم د سنا د بودیجې تخصیص کمېټې، د سنا د قضا کمېټې چې هغه یې مشر و او د سنا د چاپیریال او عامه چارو د کمېټې په شمول، د سنا په څو اغېزناکو فرعي کمېټو کې دنده ترسره کړې. په دې وروستیو کې، ګراهم د سنا د بودیجې کمیټې د مشر په توګه دنده ترسره کوله.

ګراهم چې په ۱۹۵۵ کال کې د سویلي کارولینا په سنټرال ښارګوټي کې زیږیدلی و او مور او پلار یې رستورانت درلود. دی د کانګرس د غړي په توګه، د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي دفاع د تګلارو په جوړولو کې خاص شهرت درلود.

ګراهم د اسرائیل د دولت یو پیاوړی ملګری و او د یهودي دولت لپاره یې د متحدو ایالتونو د پیاوړي پوځي او ډېپلوماتیک رول، ملاتړ کاوه. هغه همدارنګه د ایران د ترهګر رژیم کلک منتقد و او د ټرمپ د هغې پرېکړې نه يي په زغرده ملاتړ کاوه چې له مخې یې متحدو ایالتونو د اسرائیل سره په ګډه د فبرورۍ په میاشت کې د رژیم پر وړاندې برید وکړ.

ګراهم په کانګرس کې د اوکراین یو له مخکښو ملاتړو څخه و او د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بشپړ یرغل له امله یې د امریکا د سختو اقداماتو غوښتنه او ملاتړ کاوه.

ګراهم له ناروغه کېدو څخه څو ساعته مخکې له اوکراین څخه متحدو ایالتونو ته راستون شوی و. هغه د جمعې په ورځ په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي سره ولیدل څو د متحدو ایالتونو د دواړو ګوندونو هغه قانوني هڅه روښانه کړې چې له مخې يې د روسیې پر وړاندې بندیزونه سختېږي چې په پایله کې یې پر مسکو فشار راوړل شي او له اوکراین سره خپله جګړه پای ته ورسوي.

ګراهم د جمعې ورځ [جولای ۱۲مه] په اوکراین کې وویل: "موږ له سپینې ماڼۍ سره د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د هغې لایحې پر یوې نسخې هوکړې ته رسېدلي یو چې دوی به یې ملاتړ وکړي. دا په دې مانا ده چې دا به قانون شي." دا د ګراهم د بهرنۍ پالیسۍ وروستی لوی نوښت و.

هغه وویل چې د بندیزونو ټولګه به ولسمشر ټرمپ ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره "وسایل" په لاس ورکړي.
زېلنسکي وویل چې د ګراهم د مړینې له خبر څخه "سخت خواشینی" شوی دی. د اوکراین ولسمشر په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي: "لېنډسي د ازادۍ او هغو ارزښتونو یو رښتینی مدافع و چې زموږ نړۍ خوندي کوي."

زېلنسکي وویل چې له روسیې لخوا پر اوکراین له یرغل راهیسې ګراهم لس ځله له اوکراین څخه لیدنه کړې. ده د روسیې پر وړاندې د امریکا د اضافي بندیزونو په اړه د دواړو ګوندونو د ګډ کار ستاینه کړې ده.
زېلنسکي ولیکل، "امریکا او نړۍ یو هوډمن مشر له لاسه ورکړی دی."

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ګراهم تر مړینې وورسته، هغه خپل یو "ګران ملګری" بللی دی.

نتنیاهو د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "لېنډسي پوهېده چې د اسرائیل او امریکا امنیت یو له بل څخه نه بېلېدونکی دی. هغه خپل ژوند د امریکا دفاع، زموږ د اتحاد پیاوړتیا او د ازادې نړۍ ملاتړ ته ځانګړی کړی و."

د اسرائیل لومړي وزیر زیاته کړه: "اسرائیل خپل یو ستر ملګری له لاسه ورکړی دی. امریکا یو لوی وطنپال له لاسه ورکړی دی. ما یو ګران ملګری له لاسه ورکړی دی."

د سنا د اکثریت مشر جان ټون وویل چې د خپل ملګري او همکار ګراهم په مړینې ډېر خواشینی دی او په هوایي ځواک او کانګرس کې د هغه د لسیزو خدمتونو ستاینه کوي.

تون په خپلې اېکس پاڼې کې ولیکل: هغه د متحده ایالتونو یو کلک مدافع او په ټولې نړۍ کې د ازادۍ خوښوونکو هېوادونو یو پیاوړی متحد و."

د ګراهم ډېموکراتې همکارې، سناتورې ایمي کلوبوچر وویل چې د ګراهم د مړینې له کبله هکه حیرانه شوې. مېرمن کلوبوچر د ګراهم لخوا د سیاسي خطرونو د اخیستلو د لېوالتیا یادونه کړې چې په هغه کې د اوکرایني او افغان کډوالو ملاتړ هم شامل و.

مېرمن کلوبوچر په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي: "لېنډسي د ژوند او سنا لپاره داسې شوق درلود چې تاسې یې له هغه سره د یوه قانوني مسودې پر سر کار کولو یا لږ تر لږه له هغه سره بحث کولو ته هڅول. هغه خپل کار ته خوښحالي راوړله."

ګراهم په ۲۰۱۶ کال د جمهوري غوښتونکي ګوند د غړي په توګه، د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان ونوماوه خو وروسته ترې په شا شو.

ګراهم د جون په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې بریالی شو څو د روان کال د نوامبر په منځمهاله ټاکنو کې د پنځم ځل لپاره د سنا غړیتوب ته ځان کاندید کړي. د هغه د مړینې له کبله، د سویلي کارولینا جمهوري غوښتونکی والي، هنري مک ماسټر، اړ دی چې په سنا کې د ګراهم د دورې د پاتې مودې لپاره چې د جنورۍ په میاشت کې پای ته رسیږي، یو لنډمهاله سناتور وټاکي. تمه کیږي چې جمهوري غوښتونکي به راتلونکې میاشت د سنا د دې چوکۍ لپاره د یو نوي نوماند د موندلو په موخه ټاکنې ترسره کړي.

په سپینې ماڼۍ او کانګرس کې د متحدو ایالتونو ملي بیرغ دغه مخکښ سناتور په درناوي په نیمه ځوړند حالت کې دی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG