د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران له ټرمپ غوښتي چې افغانستان ته ژر سفیر وټاکي


د امریکایي سناتورانو یو پلاوی چې تازه یې کابل ته سفر کړی و
د امریکایي سناتورانو یو پلاوی چې تازه یې کابل ته سفر کړی و

د سناتورانو یو پلاوي چې تازه یې افغانستان ته سفر کړی پر جمهور رئیس ټرمپ غږ کړی چې ژر تر ژره کابل ته خپل سفیر واستوي.

امریکایي سناتوران او د چارو کارپوهان د امریکا پر جمهور رئیس دونالد ټرمپ انتقاد کوي چې ولې یې افغانستان ته سفیران نه دي ټاکلي.

د چارو څیړونکي او منتقدین وایي په داسې حال کې چې په افغانستان کې نژدې لس زره امریکایي سرتیري میشت دي، د ټرمپ اداره نه ده توانیدلې چې تر اوسه هغه هیواد ته سفیر وټاکي.

جمهوري غوښتونکی سناتور لنډسي گراهام وایي دې ته اړتیا ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن ژر افغانستان ته لاړ شي او د هغه په وینا د بمونو اچولو څخه نورو زیاتو شیانو ته اړتیا ده چې په افغانستان کې جگړه وگټل شي.

‏په واشنگټن کې د ویډرو ویلسن د څیړنیز مرکز کارپوه میکل کوگلمن وایي "په سپینه ماڼۍ کې توجه په لوړه کچه پوځي موضوعاتو ته ده. خو په افغانستان مهمې سیاسي ستونزې موجودې دي".

ښاغلی کوگلمن وایي په افغانستان د ملي وحدت د حکومت دوه مشران سره نه دي جوړ. د هغه په وینا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د حکومت پر وخت د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري په څیر چارواکي موجود وو چې تل یې افغانستان سفرونه کول چې افغان مشران سره کښینوي او ترمنځ یې منځگړیتوب وکړي. د ښاغلي کوگلمن په وینا سفیر چې ددې کار لپاره عمده شخص دی هغه هم نشته.

دغه کارپوه په دې نژدې وخت کې افغانستان ته د ښاغلي تیلرسن د تللو په اړه شک لري او وایي "د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ سره زمونږ د تماس عمده منبع ده، په داسې حال کې چې تیلرسن په پراخه توگه په نړۍ کې غیر حاضر دی".

افغانستان ته د تیلرسن د احتمالي سفر په اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل په افغانستان مې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او یو اس ایډ په سلگونو اختصاصي مامورین کار کوي تر څو ډاډمن شي چې دغه هیواد هیڅکله هم بیا د ترهگرو لپاره یو امن ځای نشي.

XS
SM
MD
LG