د لاس رسي وړ اتصالات

د حقانی د شبکی ېو غټ قوماندان په هوايی برېد کې وژل شوېدی


د حقانی د شبکی ېو غټ قوماندان په هوايی برېد کې وژل شوېدی
د حقانی د شبکی ېو غټ قوماندان په هوايی برېد کې وژل شوېدی

په افغانستان کې دناټو په مشرتابه قواوی وايی چی د حقانی د شبکی ېو غټ قوماندان په هغه هوايی برېد کې وژل شوېدی چی دخوست په ولاېت کې د پاکستان سرحدته نېژدی وشو.

دغه سړی چی ددلاور په نامه مشهور و، د سه شنبی په ورځ دموسی خېلوپه اولسوالی کې دناټو په هوايی برېد کې ووژل شو. دناټو بېانېه وايی چې دهغه دوه تنه ملگري هم په دې برېد کې ووژل شول.

ناټو وايی چې دلاور دحاجی مالی خان لاس لاندی کار کاوه او دهغه مهم سړی و. حاجی مالی خان، دحقانی د شبکی غټ قوماندان ېوه اونی مخکی تردی نېول شوی و.

دناټو داېتلاف خبرلېک وايی چې دلاور او مالی خان ېوځای کار کاوه چې دافغانستان اوناټو دقواوخلاف په سرحدی سېموکې برېدونه وکړی. په بېانېه کې داهم وېل شوېد ي چې دلاور ته دامسوولېت هم ور په غاړه وچې بهرنی جنگېالی له ېوه ځای نه بل ځای ته انتقال کړی او دهغولپاره دوسلو اسانتېاوی برابر کړی.

XS
SM
MD
LG