د لاس رسي وړ اتصالات

وتلی امریکایي سناتور جان مک کین د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو


سناتور جان مک کین د سرطان ناروغۍ له امله د ۸۱ کلنۍ په عمر په امریکا کې مړ شو
سناتور جان مک کین د سرطان ناروغۍ له امله د ۸۱ کلنۍ په عمر په امریکا کې مړ شو

د امریکا جمهوریت غوښتونکي ګوند مخکښ سناتور جان مک کین د شنبې په ورځ د مغزو د سرطان ناروغۍ له امله د ۸۱ کلنۍ په عمر مړ شو.

سناتور جان مک کین د امریکا په متحده ایالاتو او نړۍ کې د زړورتیا، خدمت او هیوادپالنې په وجه ستایل کیږي.

سناتور مک کین چې په پخواني شمالي ویتنام کې د امریکا د جگړې پر وخت ټپي او وروسته له هغې چې د ویتنام له بند نه ژوندی راووت مشهور شو. هغه په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند له خوا د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې کاندید هم و.

سناتور جان میکن د امریکا د سیاسي تاریخ یوه پیژندل شوې څیره وه. د هغه کورنۍ ویلي چې ښاغلی مک کین د جمعې په ورځ د ناروغۍ د سختیدو وروسته د درملنې د دوام سره مخالفت وکړ.

سناتور مک کین د تیرکال له وروستیو راپدېخوا د امریکا په سنا مجلس کې خپلې دندې د اریزونیا د ایالت څخه له لرې اداره کولې

سناتور جان مک کین د تیرکال اکتبر په میاشت کې یوه میاشت وروسته له هغې، چې د سرطان د ناروغۍ تشخیص یې وشو، د "ازادۍ مډال" د اخیستلو په مناسبت "نشنل کنسیتوشن سنټر" کې د وینا پر مهال وویل "مونږ نیکمرغه یو، مونږ په یوه خپلواکه خاروره کې ژوند کوو، په داسې خاوره، چیرته، چې هرڅه ممکن دي".

هغه د امریکا په تاریځ کې د یو ښه نوم لرونکی امریکايي سناتور په توګه هم پیژندل کیده.

غبرګونونه

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپل ټویټر په پاڼه د سناتور میکن پر مړینه د هغه کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده

همداشان د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس د خپل ټویټر په پاڼه لیکي، چې دی او میرمن یې د سناتور میکن د مړینې له امله د هغه کورنۍ سره ژوره خواخوږي څرګندوي او هیواد او پوځ ته د سناتور جان میکن د یو عمر خدمتونو درناوی کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو پخوانیو جمهورو رئیسانو او د نړۍ یو شمیر مشرانو جان مکین زړورتیا، خدمت او هیوادپالنه ستایلي‌ دي.

پخواني جمهور رئیس باراک اوباما او میرمنې یې میشل اوباما په یوه اعلامیه کې د ښاغلي مکین له ماندینې او د هغه له کورنۍ سره "د زړه له کومې خواخوږي" څرگنده کړې ده.

بل پخواني دموکرات جمهور رئیس بیل کلنتن او د هغه میرمن د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنتن چې د جان مکین سره یوځای یې په سنا مجلس کې دنده ترسره کړې په یوه اعلامیه کې یې جان مکین ستایلی دی.

ښاغلي کلنتن بیا په خپل ټویټر کې لیکلي دي "جان مکین پدې باور و چې دا د هیواد د هر اوسیدونکي دنده ده چې د هغه ازادیو نه استفاده وکړي چې زمونږ اساسي قانون راکړي." او زیاتوي چې هغه به د خپل باور په خاطر هره ورځ له مونږ سره وي.

همداشان پخواني جمهوري غوښتونکي جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش جان مکین د یو دوست په صفت یاد کړی او په یوه اعلامیه کې یې لیکلي چې "د ځنیو ژوند دومره روښانه دی چې د پای ته رسیدو فکر یې مشکل دی".

بل پخواني مخکني جمهور رئیس جیمي کارتر جان مکین "د درناوي وړ شخص او یو رښتینی هیوادپال" گڼلی دی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په خپل ټویټر پاڼه د جان مکین په مړینه خواخوږدي څرگنده کړې ده او لیکلي یې دي چې "د هند خلک له ما سره یوځای د یو ثابت دوست د مړینې په خاطر د زړه له کومې خواخوږي څرگندوي".

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو جان مکین یو امریکایي وطنپرست او قهرمان گڼلی چې د هیواد لپاره یې قربانۍ ورکړي دی او د هغه په وینا د میلیونو خلکو لپاره الهام بخښونکی و.

XS
SM
MD
LG