د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان د ۹/۱۱ په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو ویر کوي


نن سه شنبه د متحدو ایالتونو په بېلا بېلو ښارونو کې د ۹/۱۱ د بریدونو د غندلو او قربانیانو ته د درناوي مراسم ترسره کیږي.

ټیک ۱۷ کاله مخکې په همدې ورځ د القاعده ډلې ځینو غړو د متحدو ایالتونو د نیویارک په ښار کې د نړۍ د سوداګرۍ د مرکز له دوو دنګو ودانیو سره الوتکې وجنګولې. له دغې پېښې وروسته امریکا د طالبانو نظام وپرځوه او لا هم په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد جنګ کې دخیله ده.

د ۹/۱۱ په اړه ځيني‌ حقایق او ارقام

په ۲۰۰۱م کې د القاعده ډلې پورې تړلیو ۱۹ کسانو د امریکا څلور تجارتي‌ الوتکې وتښتولې، د نیویارک په ښار، واشنګټن ډي سي او پنسلوانیا په ایالت کې یې بریدونه وکړل. د امریکايي چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۲۹۷۷ کسان ووژل شول او تر ۶۰۰۰ ډېر نور زخمیان شول.

په دغو کسانو کې یې ۲۷۵۳ تنه یې د نیویارک پر تجارتي مرکز برید کې ووژل شول. سي‌ ان ان وايي‌ په دغو کسانو کې ۳۴۲ د نیویارک ښار د اطفايي ماموران، د نیویارک ۲۳ ښاري پولیس او ۳۷ پولیس افسران وو چې له لومړي برید وروسته د خلکو د ژغورلو لپاره هلته ورغلي او په دویم برید کې ګېر شول.

پر پنټګان باندې برید کې بیا ۱۸۴ او د پنسلوانیا پېښه کې بیا ۴۰ کسان ووژل شول. په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو عمرونه د دوو او ۸۵ کلونو ترمنځ ښودل شوي‌دي. دا پر امریکا تر ټولو لوی بریدونه بلل کیږي.

امریکا د دغو بریدونو اصلي طراح د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وپېژانده چې بیا په ۲۰۱۱م کې بیا امریکايي ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه.

مالي زیانونه

د ۹/۱۱ له بریدونو شاوخوا څلور اونۍ وروسته د اټکل له مخې نیویارک ۱۲۳ میلیارد ډالر زیان وکړ او همدغه راز د الوتکو پروازونه هم بیخي کم شول.

سي‌ ان ان وايي د نیویارک د تجارتي مرکز او ورڅېرمه ودانیو او سیمو په نړېدو او ویجاړېدو سره ۶۰ میلیارده ډالر زیان رسېدلی دی.

له دغو بریدونو وروسته د متحدو ایالتونوکانګرس ۴۰ میلیارده ډالر تصویب کړل چې له ترهګرۍ سره بېړنۍ مبارزه پيل شي.

د نیویارک د تجارتي‌ نړول شویو ودانیو پاکول د ۲۰۰۲ کال د مۍ په ۳۰ ختم شول او پر پاکولو یې ۳.۱ ساعتونه ولګېدل. مزدورکاران ۱.۸ میلیونه ټنه پاتې شونې ټول کړل چې شاوخوا ۷۵۰ ډالره پرې ولګېدل.

د ۹/۱۱ اولسم کال

نن د متحدو ایالتونو په ډېرو ښارونو کې د دغې ورځې د قربانیانو په یاد بېلابېل مراسم ترسره کیږي.

د نیویارک ښار کې د ۹/۱۱ د قربانیانو په یاد یو موزیم جوړ شوی دی. په دغه موزیم کې نن د وژل شویو کسانو ځینې خپلوان او له برید څخه ژوندي ‌پاتې کسان راټولیږي او د وژل شویو یاد تازه کوي.

همدغه راز په موزیم کې ځینې ځانګړي پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي‌ چې د ۹/۱۱ تر پېښې مخکې، د پېښې په ورځ او تر پېښې وروسته حالاتو او مسایلو باندې خبرې کیږي او په اړه یې لنډ فلمونه ښودل کیږي.

امریکا غږ پر تلویزون،‌راډیو، ویپاڼې، فیسبوک او ټویټر باندې د دغو پېښو په اړه راپورونه، تصویرونه او ویډیوګانې خپروي.

XS
SM
MD
LG