د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیه له سربیا غواړي د کډوالو د زیاتېدونکي شمېر د کنترولولو دپاره اقدامات وکړي


د سربیا پایتخت بلګراد ته څېرمه د کډوالو په یوه کمپ کې ډیری افغانان هم دي.
د سربیا پایتخت بلګراد ته څېرمه د کډوالو په یوه کمپ کې ډیری افغانان هم دي.

په سربیا کې د کډوالو د چارو مسولین وايي، هره ورځ له افغانستان او نورو بې وزلو هېوادونو څخه له ۱۰۰ څخه تر ۴۰۰ کډوال دغه هیواد ته رسیږي او بیا له دې ځایه لویدېځې اروپا ته د رسېدو په تکل له خطرونو ډکه لار نیسي.

په سربیا کې ۱۸ کلن محمد محمدي له افغانستان څخه راغلی. هغه وویل: "زما پلان دا دی چې جرمني ته لاړ شم او هلته خپل کار پیل کړم."

له ډېرو داسې افریقايي او آسیايي هېوادونو څخه خلک سربیا ته سفر کوي چې دغه هېواد ته د تګ لپاره ویزې ته اړتیا نلري.

د اسوشیټډ پرس د راپور په اساس، کیدای شي دا حالت ډیر ژر بدل شي، ځکه چې سربیا د اروپایې اتحادیې لخوا تر فشار لاندې ده ترڅو د هغو هیوادونو لپاره د ویزې معافیت لغوه کړي چې د کډوالۍ سرچینه ګرځیدلي دي.

اروپايي اتحادیه د کډوالو د فشار د کمولو په هیله، له سربیا څخه غواړي چې د لویدیځ بالکان هیوادونو لکه البانیا، بوسنیا یا مونټینیګرو سره چې د اروپايي اتحادیې غړیتوب غواړي، د کډوالو د ننوتلو په تګ لاره بیا کتنه وکړي.

کډوال د بالکان له لارې له یونان او ترکیې څخه د شمالي مقدونیې او بلغاریا له لارې سربیا ته او د اروپايي اتحادیې د غړو هنګري، رومانیا او کرویشیا پولو ته ځان رسوي.

په سربیا کې د کډوالو د کمپ کارکوونکی سلوبودان ساوویچ وايي د تېر کال په پرتله د کډوالو شمېر زیات شوی دی: "هره ورځ موږ له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰، ۴۰۰ نوي کډوال لرو. دوی هره ورځ د ورځې په هر وخت کې راځي. ګڼ شمیر یې سوریایان او افغانان دي."

د بالکان له لارې تیریدل معمولاً په مني او ژمي کې ډیریږي، په داسې حال کې چې په دغه موسم کې د مدیترانې سمندر هوا خرابیږي او سفرونه ډیر خطرناک وي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي اتحادیه لا دمخه له اوکراین څخه د میلیونونو کډوالو کوربه توب کوي.

د اروپايي اتحادیې د سرحدونو د څار اداره (فرونټکس) وايي، له اوکرایني کډوالو برسېره، لږ تر لږه ۸۶زره غیر قانوني کډوال یوازې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې اروپايي ټولنې ته ننوتي دي چې دا د تېر کال په پرتله ۸۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

ددې ادارې د شمېرو له مخې، په دغو کډوالو کې اکثریت یې (۴۱زره) افغانان او د سوریې وګړي دي چې د لویدیځ بالکان له لارې اروپايي ټولنې ته ځانونه رسوي.

XS
SM
MD
LG