د لاس رسي وړ اتصالات

انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ۷ کاندیدان له لست څخه حذف کړل


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون، د پارلماني انتخاباتو لپاره د نوماندانو له وروستي لست څخه د اوو نورو کاندیدانو نومونه حذف کړي دي.

په دغو کسانو کې له هرات څخه حبیب‌الله غوریاني او احمدشاه سادات، له فراه څخه عبدالکریم شفق، له بلخ څخه سمیرا خیرخواه، له میدان وردک څخه روهینا ولیزی، له غور څخه غلام نبي ساقي او له کندز څخه عبدالله ساحل شامل دي.

د دغه کمیسیون ویاند علي‌ رضا روحاني د پنجشنبې په ورځ (تلې/میزان ۲۶) خبریالانو ته وویل، دغه شمیر کاندیدان له خپلو دندو څخه د استعفا نه ورکولو، په حبس د محکومیت، د قانوني عمر نه درلودل او د دوه‌ګوني تابعیت د درلودلو له امله، له لست څخه حذف شوي دي.

هغه زیاته کړه "همدا کسان حذف شوي دي له دې پرته زموږ له نظره دا قضیه اوس نهایي ده، د نورو د حذفولو لپاره هیڅ تصمیم نشته او هیڅ بله دوسیه د کمیسیون په غونډه کې نشته".

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون، له غیرمسوله وسله‌والو سره د لاس لرلو، د ځمکو غصب او د بشري حقونو د نقضولو په تور د ۳۵ کسانو نومونه د کاندیدانو له وروستي لست څخه حذب کړي وو.

XS
SM
MD
LG