د لاس رسي وړ اتصالات

د فلادلفیا ایالت د استوګنې په یوه کور کې اور لګیدو ۱۳ کسان وژلي


د متحدو ایالتونو په فلادلفیا ایالت کې د چهار شنبې په ورځ جنوري ۵ (مرغومي ۱۵) په یوه درې پوړیزه کور کې د اور د لګیدو له امله د اوو ماشوماناو په ګډون دریالس تنه ووژل شول.

پولیس وایي ددې پيښې له امله چې د یاد ایالت په فیرمونټ ناحیه کې شوې دوه تنه په روغتون کې بستري شوي او اته نور له وژونکي اور څخه وتلي دي.

د یاد ایالت ښاروال جیم کیني خبریالانو ته وویل:"دا زموږ د ښار په تاریخ کې بې له شکه له تراژیدۍ یوه ډکه ورځ ده، په داسې یوه ناوړه توګه له لاس څخه د ډیرو کسانو تلل."

د فلادلفیا د اور وژني د ډیپارټمنت مرستیال کاریک مورفي وایي دا د هغه د ۳۵ کلن کار په موده کې تر ټولو ناوړه اور وو چې شاهد یې پاتې شوی دی.

مورفي زیاته کړه، دا تر اوسه له وخته مخکې ده چې د اور د لګیدو د علت په اړه څه وویل شي خو هغه زیاته کړه چې په دې اړه څیړنې پیل شوي دي.

چارواکو په یوه ټویټ کې څرګنده کړې چې د اور وژلو ۵۰ دقیقې وخت ونیو.

د یاد ایالت چارواکو زیاته کړې چې په دې درې پوړیزه ودانۍ کې ۲۶ کسانو ژوند کاوه چې اته په لومړي‌ منزل او ۱۸ نور په دویم او دریم پوړ کې وو.

دا هم تر اوسه معلومه نده چې د اور د لګیدو په وخت کې څومره کسان په دې کور کې وو.

ددې پيښې تلفات په فلادلفیا کې په ۲۰۰۸ کال کې د لګیدلي اور د تلفاتو په پرتله تقریبا دوه برابره زیات دي. په هغه وخت کې اته مهاجر په یوې درې پوړیزه ودانۍ کې هغه مهال ووژل شول چې ګازي بخارۍ یې انفجار وکړ.

د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر میاشت کې هم د متحده ایالتونو د نیویارک ښار په برونکس سیمه کې په یوه اپارتمان کې د اور د لګیدو له امله ۱۷ کسان ووژل شول چې دا په تیرو پنځه ویشتو کلونو کې د لوړو تلفاتو پيښه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG