د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د ماین چاودنې اوه ملکیان وژلي


افغانستان کې په تیرو یوولسو کلونو کې هرکال د بل کال پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.
افغانستان کې په تیرو یوولسو کلونو کې هرکال د بل کال پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، د یکشنبې په ماښام «مرغومې دوییمه» د دغه ولایت د دیک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر یو ټونس ډوله موټر باندې د سړک د غاړې ماین، چاودلی، چې له امله یې اوه ملکي مسافر وژل شوي دي.

د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغه موټر کې مسافر د پکتیکا ولایت څخه غزني ولایت ته په لار وو، چې د دیک د ولسوالۍ په مربوطاتو کې موټر د سړک د غاړې ماین و وهه او له امله يې اوه مسافر ووژل شول.

تراوسه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د غزني ولایتي چارواکو یې مسولیت د وسله والو طالبانو پر ډله اچولی دی.

د ملکي وګړو یو موټر چې ماین وهلی
د ملکي وګړو یو موټر چې ماین وهلی

د دغه ولایت د والي ویاند د ادعا له مخې دا ماین وسله والو طالبانو ښخ کړی وو.

ښاغلي نوري وویل:"د دیک ولسوالۍ د شاخک په سیمه کې دا پیښه رامنځته شوې، چې په اوو شهیدانو کې یوه ښځه هم شامله ده".

د غزني د ولایتي شورا یوې استازې مېرمن فاطمه رحیمي وايي، په دغه ولایت کې د سړک د غاړې ماینونو شتون د هغو مسافرو پر وړاندې، چې د لارو په اوږدو کې تګ راتګ کوي یو جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

مېرمن رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا ډول پېښې د غزني ولایت او ولسوالیو ترمنځ د لارو په اوږدو کې خورا ډېرې شوي دي.

د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" د روان ۲۰۱۸ میلادي کال د لومړیو نهو میاشتو د راپور له‌مخې، په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو او هوايي بمباریو وروسته ډېر ملکي تلفات د ماینونو او په ځانګړي ډول د سړک د غاړې د ماینونو د پېښو له امله رامنځته شوي دي.

د دغه راپور له‌مخې د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ټول ټال ۳۶۳۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې چې د زیاترو یې مسولیت د افغان حکومت وسله والو مخالفانو باندې اچول شوی، ۱۰۶۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵۶۹ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG