د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان کې د امریکا د پوځ د غورځېدلې الوتکي سپاره لا هم پیدا شوي نه دي


تصویر د دغې پېښې نه دی.
تصویر د دغې پېښې نه دی.

د متحدو ایالتونو د هوايي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو قومانداني‌ وايي چې په جاپان کې یې د هوايي اډې «یوکاتا» څخه د باندې د اسپرې په نوم یوه الوتکه د تعلیمي ماموریت په مهال غورځېدلې ده.

دغې قوماندانۍ ویلي دي چې د پرواز په مهال اته تنه په الوتکې کې سپاره وو. د ژغورنې ډلو په ځايی وخت د پنجشنبې په سهار نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) د جاپان د سواحلو په اوبو کې لټون وکړ چې اوه ورک شوي کسان پیدا کړي.

د جابان د دفاع وزارت وايي چې د امریکا له ځواکونو څخه یې غوښتي وو چې د اسپرې الوتکو پروازونه وځنډوي.

د جاپان د ساحل ساتونکو تېره ورځ ویلي وو چې یو بې هوښه شوي کس یې ژغورلی، خو وروسته خبر خپور شو چې هغه هم مړ شوی دی.

امریکایي چارواکي‌ وايي چې د الوتکې د غورځېدو علت معلوم نه دی او تحقیقات روان دي. د امریکا پوځ د دغه راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اضطراري حالاتو سره د مبارزې په برخه کې د جاپان د ادارې یو مامور ویلي دي چې د الوتکې یو ماشین اور اخیستی و. د جاپان د ساحل ساتونکو ویلي دي چې د لټون عملیات د شپې هم روان و.

تر دې مخکې هم د اسپرې الوتکې له ځینو مرګونو پېښو سره مخامخ شوې وې.

د اګست په میاشت کې په استرالیا کې د یوې الوتکې په غورځېدو کې د امریکا درې سرتېري مړه شول.

تېرکال د ناټو د تمریانو په مهال د اسپرې یوه الوتکه وغورځېده او څلور امریکايي عسکر په کې مړه شول.

په ۲۰۱۷ کال کې د اسپرې یوه بله الوتکه د کېناستو په مهال له بېړۍ سره وجنګېده او څلور تنه په کې مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG