د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې یو پوليس خپل ۷ همکاران وژلي


د زابل ولایت یوې جیګپوړې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې د دغه ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې اوه پولیس په داخلي برید کې وژل شوي دي.

دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړه، چې نفوذي پولیس له وسله‌والو طالبانو سره یو ځای شوی او د پوستې ټولې وسلې او نظامي تجهیزات یې هم د طالبانو په مرسته له ځان سره وړي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال امریکا غږ ته وويل چې پېښه تېره شپه د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د ملي پوليسو په یوه امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په دې اړه به بشپړ جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

شهرصفا ولسوالۍ د کلات په ختیځ کې له کندهار ولایت سره په سرحد کې پرته ده، چې تر ډیره د زابل له امنو ولسوالیو څخه بلل کیږي.

د امنيتی قواوو په لیکو کې داخلي بریدونه لاهم یوه جدي ستونزه بلل کیږي.

د زابل تر څنګ په کندهار، هلمند او د جنوبي ولایتونو په ځینو نورو برخو کې هم ورته پېښي رامنځ ته شوي خو امنیټي مسئولین يې په اړه وايې چې د جدي څارنې له کبله اوس دا کچه د تېر په پرتله را کمه شوې ده.

تر اوسه خپله وسله والو طالبانو د زابل د نفوذي برید په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG