د لاس رسي وړ اتصالات

ایا سکس د نارینو د پروستات سرطان مخه نیسي؟


هغو سړیو چې په ۴۰ کلنۍ کې ډېر انزال کاوه د خپلو همزولو په پرتله ۲۲ فیصده کم د پروستات په سرطان اخته شوي دي
هغو سړیو چې په ۴۰ کلنۍ کې ډېر انزال کاوه د خپلو همزولو په پرتله ۲۲ فیصده کم د پروستات په سرطان اخته شوي دي

یوه نوې علمي څیړنه ښيي هغه نارینه چې ډېر انزال کوي د هغو په پرتله چې کم انزال کوي، د پروستات په سرطان د اخته کېدو له کم ګواښ سره مخامخ کیږي. امریکايي ساینسپوهانو د ۱۹۹۲ تر ۲۰۱۰ کال پورې په ۳۲۰۰۰ سړیو علمي څیړنې ترسره کړي چې دغه موضوع وسپړي.

په کومو کسانو چې دغه تجربه شوې، هغوی هغه مهال ځوانان او شاوخوا ۲۰ کلن وو او د څېړنې په دغې مودې کې نژدې ۴۰۰۰ نارینه د پروستات په سرطان اخته شوي دي.

د څېړنې له مخې، هغو نارینو چې په خپلې ځوانۍ کې - ۲۰ کلونو عمر کې- په میاشت کې ۲۱ ځلې انزال کاوه، تر هغوی ۱۹ ځلې کم د پروستات په سرطان اخته شول، چې په یوې میاشتې کې تر اوو ځلې ډېر انزال نه و کړی.

د موندنې له مخې هغو سړیو چې په ۴۰ کلنۍ کې ډېر انزال کاوه د خپلو نورو همزولو په پرتله ۲۲ فیصده کم د پروستات په سرطان اخته شوي دي.

د دغې موندنې سرمحققه او د هاروارد پوهنتون د عامې روغتیا څېړونکې جنیفر ریدر وايي، چې د انزال تکرار او خوندي جنسي روابط، د پروستات سرطان د مخنیوي اغیزناک لاره ده.

مېرمن ریدرد رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه څېړنه باید د هغو مطالعاتو په اساس هم تاید شي، چې د پروستات سرطان په پېدا کېدو کې بیولوژيکي عوامل څېړي.

د نارینو لپاره دویم سرطان

د امریکا د سرطان پېژندنې ټولنه وايي، چې نارینه د جلدي سرطان په پرتله په پرستات سرطان ډېر اخته کیږي. په نړۍ کې په سرطان د اخته سلو نارینو ۱۵ یې په پروستات سرطان اخته دي.

ریدر او همکارانو یې د انزال او نارینو ترمنځ د پروستات سرطان د اړیکو د موندلو لپاره، له سړیو نه د هغوی د جنسي اړیکو فعالیتونه، طبي او لابراتواري معاینات وارزول، چې معلومه کړي، څوک د پروستات په تومور اخته شوي دي.

د دغه روغتیايي تحقیق پر مهال ۱۰۴۱ هغه کسان د پروستات په سرطان اخته شوي، چې په میاشت کې د څلورو او اووه ځلو ترمنځ یې انزال کاوه، خو په هغو خلکو کې دا شمېره بیا ۱۵۰۹ وه، چې د میاشت ۱۲ وارې یې انزال کړی دی.

همدغه راز ۸۰۷ هغه کسان په پروستات سرطان اخته شوي، چې په میاشت کې یې د ۱۳ او ۲۰ ځلې ترمنځ انزال کړی دی، خو په هر سلو کسانو کې بیا یوازې ۲۹۰ تنه د پرستات په سرطان اخته شوي، چې په میاشت کې یې ۲۱ انزال کاوه.

خطرناکې پایلې

په همدې حال کې ځينو څېړونکو د پروستات سرطان په مخنیوي کې د جنسي اړیکو اغیز له وخت نه مخکې خبره بولي. د امریکا د میزوري ایالت د واشنګټن پوهنتون د سرطان د څانګې څېړونکي، سیوبهن ستکلیف وايي، چې پرلپسې جنسي اړیکې د تناسلي جهاز په څېر د نور خطرناکو ناروغیو لامل کیداې شي.

بله خبره دا ده، چې په دغې څېړنې کې یوازې سپین پوستي پوښتل شوي، چې شاید په نورو توکمونو او نژادونو کې نتیجه بل ډول وي.

ډېر هغه خلک د پروستات په سرطان اخته کیږي، چې تر ۶۵ کلونو یې عمرونه زیات وي او تر ۴۰ کلونو مخکې عمر کې د پروستات په سرطان اخته کېدل کمساري دي.

د دغه راپور په جوړولو کې د رویټرز خبري اژانس او د متحدو ایالتونو د سرطان د ټولنې له راپور او معلوماتو نه استفاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG