د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په پوځ کې د جنسي تشدد پیښې ډیرې شوې، راپور


د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنټاګان) په یو راپور کې ویلي چې ددې هیواد په پوځ کې د جنسي تشدد پیښې په ۲۰۲۱ مالي کال کې ۱۳ په سلو کې ډیرې شوي.

پدې راپور کې چې پنجشنبه سپټمبر ۱ (وږي۱۰) خپور شوی راغلي چې د جنسي تشدد پیښې د ریکارډ په کچه ډیرې شویدي.

د پنټاګان د جنسي تشدد د مخنیوي او ځواب ویلو ادارې په راپور کې ویل شوي چې تیر مالي کال په پوځ کې د جنسي تشدد ۸۸۶۶ پیښې راپور شوې وې او داسې پیښې وې چې یا کوم سرتیري جنسي تشدد کړی و او یا پرې شوی و.

پدې راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د دې پیښو شمیر ۷۸۱۳ و.

سره لدې چې په پوځ کې د جنسي تشدد ډیرې لږې پیښې چارواکو ته راپور کیږي خو د پنټاګان د جنسي تشدد د مخنیوي او ځواب ویلو ادارې د سرتیرو د سرویګانو له مخې اټکل کړی چې تیر کال په ټول پوځ کې نږدې ۳۶ زرو سرتیرو چې نارینه او ښځینه دواړه پکې دي، جنسي تشدد تجربه کړی.

په دوي کې ۸.۴ په سلو کې میرمنې او ۱.۵ په سلو کې یې سړي دي.


د پنټاګان په راپور کې دا هم ویل شوي چې په علمي توګه نشي معلومولي چې آیا په پوځ کې د جنسي تشدد پیښې ډیرې شوې او که نه ځکه چې اوس په پوځ کې د جنسي تشدد د معلومولو لپاره د یو نوي سیستم څخه کار اخیستل کیږي.


د دفاع وزارت یوې چارواکې الیزابت فاسټر چي د پوځیانو د روغتیا په هکله کار کوي پدې هکله وویل، " د لومړي ځل لپاره دا موضوع په ۲۰۰۶ کال کې د نږدې څخه وڅیړل شوه او زمونږ د شمیرو څخه معلومیږي چې د جنسي تشدد د پیښو شمیر د میرمنو لپاره ډیر شوی".
میرمن فاسټر وویل چې دا شمیرې "غمجنوونکې او بې حده مایوسوونکې دي"


په راپور کې ویل شوي چې د جنسي تشدد د پیښو تر ټولو ډیرې پیښې په پوځ کې شوي. پدې راپور کې راغلي چې په پوځ کې ۲۶، بحري ځواکونو کې ۱۹ او په سمندري او هوایي ځواکونو کې دوه په سلو کې د جنسي تشدد پیښې ډیرې شوي.


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې په یو حکم کې د پوځي قانون له مخې جنسي ځورونه جرم وباله.

د امریکا په پوځ کې په جګپوړو افسرانو تور دی چې د عادت له مخې د جنسي تشدد پیښې پټوي او یا یې پخوا دا ډول پیښو ته ډیر ارزښت نه ورکاوه خو د ښاغلي بایډن د نوي حکم له مخې تر دې ورووسته به نه یوازې دا ډول پیښې بلکې د کورني تشدد او په کم عمرو ماشومانو د جنسي تشدد پیښې په نظامي محکمو کې حل او فصل کیږي.

XS
SM
MD
LG