د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني نن د شانگهای په غونډه کې وینا وکړه


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روان کال د فبروري په میاشت کې د ټاپې د پروژې په اړه خبرې کوي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روان کال د فبروري په میاشت کې د ټاپې د پروژې په اړه خبرې کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د همکاریو د سازمان په اتلسمه غونډه کې د طالبانو له لوري د حکومت اوربند ته د مثبت ځواب په تړاو خوښي وښودله او وې ویل چې باثباته افغانستان د سیمې د هېوادونو له امنیت سره مرسته کولای شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د همکاریو د سازمان په اتلسمه غونډه کې د طالبانو له لوري د حکومت اوربند ته د مثبت ځواب په تړاو خوښي وښودله او وې ویل چې باثباته افغانستان د سیمې د هېوادونو له امنیت سره مرسته کولای شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي: زه خوشحال یم چې طالبانو د اختر په ورځو کې زموږ اعلان شوی اوربند ومانه، دا په ۲۳ کلنو کې لومړی ځل دی او زه له تاسو غواړم چې د افغانستان د سولې د خبرو په برخه کې مرسته وکړئ.

ښاغلی غني زیاته کړه چې دی دیته چمتو دی چې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه په یوه سیاسي حل لاره ختمه کړي

د چین ولسمشر شي جین پنگ نن یکشنبې وویل د شانګهای همکارۍ سازمان چې (SCO) د سیمه ییزې همکارۍ او په سیمه کې د سولې او پرمختگ لپاره مرسته کوي، یوه نوې نمونه رامینځ ته کړېده. ولسمشر شي د غونډې د پرانیستلو پهوینا کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د اوربند اقدام وستایلو.

د سولې هڅې او شانگهای غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

د چین ولسمشر شي جنگپنگ نن یکشنبې د شانگهاې د همکارۍ د سازمان په اتلسمه غونډه کې وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي د ګډ تفاهم د موندلو او د ټولو د ګټې لپاره، د همکارۍ زیاتولو او د ستونزو د حل هڅې کوي. ښاغلي شي زیاته کړه دا اړینه ده چې په افغانستان کې د سولې او بیارغونې د اسانتیا لپاره د شانګهای د همکاریو د اړیکو ډلې ته یو نقش ورکړل شي.

د چین ولسمشر شي جین پنگ وویل "چین غواړي چې په راتلونکېو دریو کلونو کې ټولو اړخونو ته د شانگهای د همکارۍ د سازمان لپاره د چین په ملي انستیتوت کې د افغانستان ٢٠٠٠ امنیتي پرسونل وروزي؛ څو د قانون د عملی کولو او ظرفیت په لوړوالي کې مرسته وشي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټين نن د شانګهاۍ د همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې خبرداری ورکړ چې د شمالي کوریا د مشر او ولسمشر ټرمپ ترمنځ خبرې به د شانگهای د غړو هیوادونو په وضعیت اغیزه وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین وویل: د کوریا په ټاپووزمې کې ستونزه د شانگهای د همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو امنیتي وضعیت باندې د پام وړ اغیز لري. مونږ د پیونگ یانگ، سیول او واشنگتن لیوالتیا ته په مثبت نظر گورو چې دا کړکیچ ختم کړي."

خو ولسمشر پوټین د ایران د اتمي تړون څخه د ټرمپ په مشرۍ د امریکا پر وتلو نیوکه وکړه او وې ویل چې د شانگهای د همکاریو سازمان ته د نویو ورگډ شویو غړیو، هند او پاکستان په ګډون د دغه سازمان غړي هېوادونه د ولسمشر ټرمپ د دغه اقدام له کبله اندېښمن دي.

هند او پاکستان چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې د سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، سږکال اول وار د بشپړو غړيو په توګه د شانګهاي د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې ګډون لري..

XS
SM
MD
LG