د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: د افغانستان ۹۲ سلنه خلک مرستې ته اړ دي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې اداره (سیګار) وایي د افغانستان د نفوس ۹۲ سلنه خلک د خوړو د کمښت سره مخامخ دي او مرستو ته ضرورت لري.

سیګار پرون سې شنبه اګست دویمه (زمري ۱۱) د روان میلادي کال په دوهمه ربع کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل شپږ پنځوسم څلور میاشتنی راپور د امریکا کانګرس ته وړاندې کړ.

سیګار په دغه راپور کې ویلي چې درې میلیونه افغان ماشومان خوارځواکي ګواښوي او د هیواد نیمایي خلک په ورځ کې له دوه ډالرو په کم عاید پايي.

په راپور کې د خوراکي توکو د وېش یوې ادارې په حواله، وړاندوینه شوې چې نږدې ۱۹ میلیونه افغانان به د نومبر تر میاشتې پورې له سختې لوږې سره مخامخ شي. چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې د معلوماتو له مخې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د خوړو په کمښت کې ۶۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

سیګار د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) په حواله اټکل کوي چې په شدیدې خوار ځواکۍ اخته یو اعشاریه یو میلیون افغان ماشومان چې بیړنیو مرستو ته لاسرسی نلري، ښايي سږکال د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

د سیګار په راپور کې له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د اندازې د راکمېدو اټکل شوی دی.

په راپور کې راغلي: "د ۲۰۲۲ کال د جون او نومبر د میاشتو ترمنځ د مالي مرستو د نشتوالي له آمله به له اړمنو خلکو سره د خوراکي توکو د مرستو فیصدي له ۳۸ فیصدو څخه ۸ فیصدو ته راټیټه شي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږکال په افغانستان کې ۲۳ میلیون اړو خلکو ته د خوراکي مرستو د برابرولو لپاره د یو اعشاریه ۲ میلیارده ډالرو بودیجې له کمښت سره مخامخ دی".

د سیګار راپور لیکي چې د خوراکي توکو د وېش د ادارو د معلوماتو له مخې، د مارچ او مۍ په میاشتو کې د غور په ولایت کې ۲۰ زره خلک بشري مرستو ته د نه لاسرسي له امله د سختې قحطۍ سره مخامخ وو.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د ښځو په کار او د نجونو په زده کړه باندې د طالبانو د بندیزونو سره سره، په یو شمیر ولایتونو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته هم ښوونځیو ته ځي.

د سیګار راپور وايي چې د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې (USAID) همکارو موسسو راپور ورکړی چې په تېره ربع کې له شپږو تر نهو ولایتونو کې نجونې له شپږم ټولګې پورته هم ښوونځیو ته تللې. ددغه راپور له مخې، پوهنتونونه خلاص دي، خو د ښځینه محصلینو او استادانو لپاره د یونیفورم او صنفونو ته د راتګ د وخت د څرنګوالي په برخه کې یو لړ محدودیتونه لګول شویدي.

د سیګار په راپور کې، د جون د میاشتې په وروستیو کې په پکتیکا او خوست کې شوې زلزلې ته په اشارې ویل شوي چې دغه طبیعي ناورین د افغانستان د خلکو کړاونه نور هم زیات کړیدي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې دا مهال په هرو لسو کسانو کې ۹ تنه د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي. دغه ادارې همدارنګه خبر ورکړی چې په تیرو اوو میاشتو کې یې په افغانستان کې له لږ تر لږه ۱۹ میلیون خلکو سره مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG