د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې وضعیت خراب دی، ځینې امریکايي ادارې د مرستو د څار مخنیوی کوي - سیګار


د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) د ولسمشر جو بایډن پر حکومت نیوکه کړې چې په تېر یوه کال کې له افغانستان سره د امریکا د ۱.۱ میلیارد ډالرو بشري مرستو په اړه یې ددغې ادارې د بشپړو څېړنو مخنیوی کړی دی.

د سیګار په تازه خپور شوي راپور کې راغلي: "سیګار، په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، پدې ربع کې د متحده ایالاتو د ادارو د نه همکارۍ له امله نه دی توانیدلی چې کانګرس او د امریکا خلکو ته د متحده ایالاتو د حکومت د لګښتونو بشپړ حساب ورکړي."

د سیګار دغه درې میاشتنی راپور وايي چې امریکا لا تر اوسه د افغانستان تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی.

په راپور کې ویل شوي چې "د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د اوسنيو مرستو لویه برخه اداره کوي، او د امریکا د مالیې وزارت له سیګار سره له هر ډول همکارۍ کولو ډډه کړې ده." راپور زیاته کړې چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورته "په سلیقوي ډول د بودیجې په اړه ځینې معلومات ورکړي خو ددې وزارت له خوا د تمویلېدونکو پروګرامونو بشپړ جزیات یې ندي وړاندې کړي."

سیګار په خپل راپور کې ویلي چې مفتشین یې د ځینو ادارو له خوا په میاشتو په انتظار کې پرېښودل شوي او نیوکه یې کړې ده چې ددغو ادارو نه همکاري د ۲۰۰۸ کال له هغه قانون څخه "ښکاره سرغړونه" ده چې له مخې یې سیګار رامنځته شوی دی.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې او د بهرنیو چارو وزارت د سیګار د معلوماتو غوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو اوسني پروګرامونه "بشري او پرمختیایي مرستې" دي، او "له بیارغونې سره تړاو نلري."

د سیګار راپور لیکي: "سیګار دا ادعا ردوي، او واضح کوي چې د 'بیارغونې' په نامه د مرستو او د 'پراختیایي' یا "بشري مرستو" ترمنځ خاص توپیر نشته."

په دغه درې میاشتني راپور کې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته په تېر یو کال کې په دغه هېواد کې د روان وضعیت تت انځور ورکړل شوی. راپور ویلي چې په افغانستان کې "روان وضعیت د طالبانو د ۱۹۹۰ لسیزې د واکمنۍ مهال ته ورته دی."

افغانستان کې د روان وضعیت تت انځور

د سیګار د معلوماتو له مخې، د افغانستان اقتصاد د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې شاوخوا ۲۰ سلنه کمزوری شوی، لږترلږه ۷۰۰ زرو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د افغانستان نیمایي نفوس (۲۴.۴ میلیونه خلک) بشري مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو په پراخه کچه د امریکا په ملاتړ د افغان بشري حقونو او خپلواکو محلي رسنیو د پیاوړتیا دپاره د کلونو هغه هلې ځلې او لاسته راوړندې له منځه وړي دي چې یو ایس اېډ ورباندې لږترلږه ۲۲۰ میلیون ډالر لګولي وو.

سیګار د ملګرو ملتونو د اټکلونو په حواله ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې له ۳ میلیونو څخه زیاتې نجونې چې پخوا یې په منځنيو ښوونځي کې زده کړې کولې، زده کړو ته د لاسرسي له حق څخه محرومې شوې دي. دې ادارې خبرداری ورکړی، چې د نجونو پر زده کړو روان بندیز ښايي په اوږد مهال کې د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۵.۴ میلیارد ډالر زیان ورسوي.

دې امریکايي ادارې د تېر اګست په میاشت کې د بې سرحده خبریالانو (RFS) د موندنو په حواله ویلي چې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې افغانستان خپل نږدې ۴۰ سلنه رسنۍ او ۶۰ سلنه خبریالان له لاسه ورکړي دي.

د سیګار راپور زیاته کړې: " د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، د افغانستان د رسنیو سکتور تر ډېره د طالبانو د محدودیتونو او سانسور له امله سقوط کړی دی."

تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. ددغې ډلې د واکمنېدو راهیسې، متحده ایالاتو او متحدینو یې له افغانستان سره نړیوالې مالي مرستې ځنډولي او د افغانستان پر بانکي سکتور یې بندیزونه لګولي دي. دغو اقداماتو د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخامخ کړی او په هیواد کې د بشري ناورین لامل شوی دی.

خو د بایډن ادارې له هغه وخت راهیسې افغانانو ته د بشري مرستو جریان اسانه کړی او پر بانکي سکتور لګېدلي ځینې بندیزونه یې لرې کړي دي.

د امریکا حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې په امریکا کې د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ په سویس کې د پیسو یوه صندوق ته سپاري او له هغه لارې د افغانستان د اقتصاد په ښه کولو لګول کیږي.

د امریکايي چارواکو په وینا، د سویس په جنیوا کې د افغانستان د پیسو نوی صندوق به د مرکزي بانک د ټولو راکړو ورکړو او فعالیتونو لکه د افغانستان د نړیوالو پورونو د ورکړې، د وارداتي برېښنا تادیاتو او همدارنګه د نویو پیسو د چاپ په ګډون د راتلونکو اړتیاو د ارزونې مسولیت ولري.

XS
SM
MD
LG