د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سکانو د هند پر ضد مظاهره وکړه


سک مظاهره کوونکو د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي جوړه شوې څېره وسوځوله او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکړل.
سک مظاهره کوونکو د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي جوړه شوې څېره وسوځوله او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې ګڼو سکانو په هند کې د خپل کتاب د سپکاوي پر ضد مظاهره وکړه.

راپورونه وايي چې د هند په پنجاب ایالت کې یو شمېر هندوانو د سکانو سپېڅلي کتاب ته سپکاوی کړی.

سک مظاهره کوونکو د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي جوړه شوې څېره وسوځوله او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکړل.

په هند کې هم، د سکانو د سپېڅلي کتاب د سپکاوي غندنې شوې دي؛ راپورونه وايي د اکتوبر په ۱۴ نېټه په هند کې په شویو مظاهرو کې دوه کسان مړه شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

د پېښور سک مظاهره کوونکو له هندي چارواکو دا هم وغوښتل چې په هغه هېواد کې د لږکیو د مذهب او نورو حقونو ته درناوی وکړي او د لږکیو ازادۍ خوندي کړي.

لا معلومه نه ده چې ولې هندوانو د سکانو د مذهبي کتاب سپکاوی کړی دی.

هندي چارواکو تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي او نه هم د چا د نیولو کوم راپور ورکړل شوی دی.

هند په جنوبي اسیا کې د هندوانو ټاټوبی بلل کیږي چې دویم نفوس یې سکان دي. مسلمانان او د نورو مذهبونو لارویان هم په کې شته چې، کله ناکله ترې د فرقه يي تاوتریخوالي راپورونه هم ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG