د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې له واک نه وتلي سیمې زیاتې شوې - سیګار


سیګار وايي پر خاورې د طالبانو کنترول هم کم شوی دی
سیګار وايي پر خاورې د طالبانو کنترول هم کم شوی دی

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی مفتش (سیګار) وايي چې پر افغان خاورې د حکومت کنټرول دوه فیصده نور هم کم شوی دی.

سیګار وايي چې د افغانستان ۳۴سلنه خاوره د منازعې په سیمو بدلې شوې چې افغان حکومت او طالبان پرې د حاکیمت او کنترول ترلاسه کولو هلې ځلې کوي.

سیګار وايي چې حکومت تېرکال پر ۵۶ سلنې خاورې حاکمیت درلود خو سږکال دا سلنه ۵۴ ته کمه شوې ده.

سیګار چې خپل تازه راپور یې د متحدو ایالتونو کانګرس ته هم سپارلی، وايي د طالبانو واک هم له ۱۴ سلنې څخه ۱۲ ته راښکته شوی. سیګار نه دي ویلي چې دا شمېرې یې کله او څنګه ترلاسه کړې او د منازعې سیمې دقیقاً چېرته دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیګار دا راپور رد کړ. د وزارت ویاند نصرت رحیمي آزادۍ راډیو ته وویل چې دا مهال هېڅ یوه ستراتېژیکه سیمه د طالبانو په لاس کې نه ده، خو دا یې ومنله چې د افغانستان د ۴۰۰ ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۹ ولسوالۍ د طالبانو په اختیار کې دي.

سیګار داسې مهال دا راپور خپروي چې امریکا هلې ځلې پیل کړي دي چې له طالبانو سره د سولې تړون وکړي او له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

XS
SM
MD
LG