د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانانو لپاره د کډوالۍ وېزو د مرکو بهیر له سره پيلوي


د امریکا سفارت
د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا د متحده ایالتونو شارژد افیر وايي هغو افغانانو ته د (SIV) ویزې ورکولو لړۍ له سره پیل شوې چې ژوند یې د ګواښ سره مخ دی.

راس ویلسن نن دوشنبه جولای ۱۲ (چنګاښ۲۱) په خپلې رسمي ټویټر پاڼې کې ویلي چې د امریکا د قونسولي خدمتونو له سره پېلېدو سره به ډېر اسناد وڅېړي.

ښاغلي ویلسن ویلي چې امریکا تر دا مهاله ۱۵۰۰۰ هغو افغانانو ته چې له دوی سره یې کار کړی و او ژوند یې له ګواښ سره مخ د (SIV) وېزې له لارې امریکا بېولي دي.

د امریکا شارژد افیر زیاته کړې چې د روان کال له اپرېل میاشتې نه تر اوسه یې له ۱۶۰۰ ډېرو کسانو او د هغوی کورنیو سره مرکې کړي دي.

دغه امریکايي ډیپلوماټ تاکید کړی او وايي هڅه یې پر دې ده چې د ویزې اخیستلو ګڼې نورې غوښتنې هم وڅېړي.

له دې برسېره کابل کې د امریکا سفارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي "د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره سفارت کې د لږ شمېر غوښتونکو کسانو د کوربه توب ظرفیت لري. له همدې امله زموږ د ویزې اخیستلو په برخې د غوښتونکو کسانو او کارکوونکو روغتیا په لومړیتوب کې نیول شوې ده."

د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا اس ای وي ورکړه څه باندې یوه لسیزه مخکې پیل شوه.

دغه ویزه هغو کسانو ته ورکړل کیږي چې امریکايي ځواکونو سره یې د ژباړن په حیث کار کړی وي، ځانګړي کارکوونکي وي یا هغه کسان چې امریکایانو سره په کار کې له ګواښ سره مخ شوي وي.

په کابل کې امریکا سفارت قونسلي برخه د روان کال د جون میاشتې په ۱۳ د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره وتړل شوه.

XS
SM
MD
LG