د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د کور د چت لوېدو له امله ۶ ماشومان مړه شوي


کونړ ولایت
کونړ ولایت

د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ په درګو سیمه کې د یو زوړ کور چت راپرېوتې چې چارواکي وايي شپږ ماشومان پکی مړه شوي او د یوه کور شپږ کسان یې ټپیان کړي دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن سې شنبه د «مرغومې پر ۱۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې په په دغه پېښه وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

هغه زیاتوي چې ټپیان د کونړ مرکزي روغتون ته وړل شوي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د سیمې یو اوسېدونکي اختر محمد امریکا غږ ته وویل چې دغه کور چې ‌‌‌‌‌‌ډېر پخوانی و دېوالونه یې وراسته شوي وو، خو له مجبورې ورځې پکې دغه کورنۍ اوسېدله چې بېګا شپه پرې چت لوېدلی دی.

د کونړ د روغتیا ریاست وايي، چې دوی ته شپږ ټپیان ور وړل شوي دي چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

XS
SM
MD
LG