د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په دوو پیښو کې ۶ تنه په ډزو کې وژل شوي


د امریکا د ډیټرایټ په ښار کې پولیس د هغه وسله وال پسې ګرځي چې ګمان کیږي یکشنبه اګست ۲۸ (وږي۶) یې څلور تنه په ډزو ویشتلي چې درې یې وژل شوي او څلورم یې ټپي شویدی.

د ښار د پولیسو مشر جیمز وایټ مطبوعاتو ته ویلي چې دې وسله وال سهار وختي د ښار په بیلا بیلو برخو کې څلور کسان ویشتي. په وژل شویو کې دوه یې میرمنې او یو نارینه دی.

پولیس وایي څلورم کس چې په برید کې ټپي شوی دا برید کوونکی یې پداسې حال کې لیدلی چې په سړک د ولاړو موټرو په ښیښیو کې یې کتل او کله چې ترې وغوښتل شول چې ولې دا کار کوي، په ده یې هم یو مرمۍ واره کړې.

چارواکي وایي وژل شوي کسان څو مرمۍ ویشتل شوي.

چارواکو د مشکوک شخص انځورونه خپاره کړي او د عاملو خلکو څخه یې غوښتي چې د پيژندګلوۍ په صورت کې پولیسو ته احوال ورکاندي.

د ډیټرایټ ښار د پولیسو مشر همدرانګه ویلي چې برید کوونکي د خلکو کومه ځانګړې ډله یا نژاد ندی په نښه کړی بلکې بیلا بیل خلک یې وژلي.


د ډیټرایت ښاروال مایک ډوګان خبریالانو ته ویلي چې د څو ادراو اجنټان سیمه لټوي چې د مشکوک برید کوونکي ځای ځایګی معلوم او هغه ونیسي.

ښاروال زیاته کړه، "دې کس وار د مخه نن څلور کسان ویشتلي او که هر څوک یې پیژني مونږ دې خبر کړي".
په یوې جلا پیښې کې د ټیکساز ایالت د هیوسټن په ښار کې چارواکي وایي یو وسله وال لومړی درې کسان په ډزو وژلي او څو کورونو ته یې اور اچولی.

د هیوسټن د پولیسو مشر ټروای فینر په خبري کنفرانس کې وویل، "له بده مرغه دې مشکوک په ډیرې ناوړې توګه څو کورونو ته اور اچولی او انتظار یې کاوه چې د کورونو اوسیدونکي بهر راووځي او بیا یې هغوي ویشتلي او وژلي دي. "

پولیسو برید کوونکی وژلی.

د اور وژنې عمله وایي د اور وژلو پر وخت برید کوونکی په سیمه کې و او هغوي په ډیرې سختۍ وکړی شو اور مړ کړي.

سره لدې چې پولیس وایي د پیښې په هکله نور تحقیقات کوي خو د پولیسو مشر وایي دې برید کوونکي ته څه موده وړاندې ویل شوي چې د خپل کور څخه به وایستل شي او ښایي همدې کار هغه د خلکو وژلو او د کورونو اور اچولو ته اړ کړی وي.

دا کسان داسې مهال وژل کیږي چې څه موده وړاندې په متحده ایالاتو کې د ډله ایزو بریدونو د څو پیښو څخه وروسته کانګریس د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه چې جمهور رئیس جو بایډن هم توشیح کړه.

په وسلو د کنټرول د لایحې تر څنګ متحده ایالاتو د استازو مجلس غړیو جولای ۲۹ پدې هیواد کې په نیمه اتوماتیک ټوپک بندیز منظور کړ.

د کانګریس دا اقدام پدې تیرو څو کالونو کې ساری نلري او داسې ښکاري چې پدې هیواد کې د وسله وال تشدد تازه پیښو ته په غبرګون کې شوی ځکه په ډله ایز وسله وال تشدد کې ډیری وخت د همدې وسلو څخه کار اخیستل شوی.

پدې وسلو پخوا هم بندیز و خو دا قوي وسله چې ډیری وخت ځوانان ترې په ډله ایز وسله وال تشدد کې کار اخلي، یو ځل بیا یې د خلکو پام جلب کړی.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې ددې وسلو په تولید او پلور محدودیت ولګید خو دا چې کانګریس غړیو ونشو کړی پدې وسلو د بیا بندیز لګولو لپاره سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي او د هغوي سره چې وسلو لپاره لابي کوي، مبارزه وکړي، هغوي ونشو کړی دا وسلې بندې کړي

یوه غیر انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال
کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي


XS
SM
MD
LG