د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د یوې ماشومې وژل د "افغانانو زړونه مات" کړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د مهسا ماشومې قاتلین به د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې مجازات شي.

ښاغلي‌ غني نن چهارشنبه پر خپل ټوېټر په دې اړه خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې ده چې اړوندو ارګانونو ته یې امر کړی چې یاده قضیه جدي تعقیب کړي او د یاد جنایت تر سره کوونکي‌ د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې سخت مجازات کړي.

که څه هم په کابل ښار کې د ماشومانو اختطاف څه نوې خبر نه ده، خو د شپږ کلنې «مهسا» اختطاف او بې رحمانه وژلو د "زرګونو افغانانو زړونه مات" کړي دي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له‌مخې مهسا د کب میاشتې پر ۲۰مه نېټه د کابل ښار په خېر خانه مېنه له خپل کور سره اختطاف شول چې یوه ورځ وروسته یې جسد په یاده سیمه کې تر یو پله لاندې وموندل شو.

د مهسا د وژلو پر پېښې نه یوازې داچې په کابل بلکې د نورو ولایتو ترڅنګ بهر کې هم د ټولنیزو رسنیو کارونکو خواشیني ښودلې ده.

د ټولنیزو رسنیو کارونکو په کابل ښار کې د ورته پېښو په خاطر د اندېښنې ترڅنګ د «مهسا» د تښتوونکو لپاره د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

افغان لیکوال او څېړونکي‌ عبدالفغور لېوال پر خپل فېسبوک پاڼې پر یادې پېښې د خواشیني ښودلو ترڅنګ د تښتوونکو لپاره د اعدام غوښتنه کړې ده.

"د دې ښکلې ماشومې تثبیت شویو قاتلانو ته اعدام غواړم.

د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکو د چهارشنبې په ورځ د کب پر ۲۲مه امریکا غږ ته وویل چې د «مهسا» د اختطاف او قتل په تور یې وړمه شپه دوه تنه نیولي چې د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د چهارشنبې په ورځ د «کب پر ۲۲مه» امریکا غږ ته وویل چې یادو کسانو دغه نجلۍ د کب پر ۲۰مه په خېرخانه مېنه کې اختطاف کړې وه او یوه ورځ وروسته یې وژلې وه.

مجاهد وویل:"اختطافچیانو د نجلۍ تر تښتولو وروسته د نجلۍ له کورنۍ څخه د ۳سوره زه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه، د نجلۍ کورنۍ دومره پیسې نه لرلې، تښتونکو تر یوې ورځې وروسته نجلۍ وژلې وه، پولیس لاس په کار شول او تښتوونکې ونیول."

هغه وویل چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی او د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

د ټولنیزو رسنیو بل فعال نعمان دوست هم د خواشیني ښودلو ترڅنګ ویلي:"دلته عدلي پروسیجر ډير ورو او د مصلحتونو ښکار دی"

تر یادې پېښې وروسته د کابل ښار یو شمېر نورو اوسېدونکو هم د خپلو ماشومانو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG