د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د سړې هوا له کبله ۳۴ تنه مړه شوي


پداسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د کرسمس ورځ نمانځل کیږي خو په ګڼ شمیر ایالتونو کې بیا د سختې واورې او توپان له کبله د خلکو په ګرځیدو بندیز دی او د میلونونو کسانو په ژوند یې اغیز کړی.

چارواکو ویلي چې تر اوسه د سړې هوا له کبله ۳۴ تنه وژل شوي خو ښایي د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي ځکه چې د اضطراري چارو مامورین لا هم په ځینو ځایونو کې د مړو شویو کسانو پسې ګرځي.

د نیویارک ایالت د بفالو په ښار کې ۲.۴ متره واوره وریدلې او په ټول ښار کې تګ راتګ په بشپړه توګه بند شوی. پدې ښار کې دومره ډیره واوره وریدلې چې د اضطراري چارو کار کوونکي نشي کولی هغو سیمو ته ورشي چې خلک پکې ډیر زیانمن شوي.

د نیویارک والۍ کیتي هاچل چې پخپله هم د بفالو د ښار اصلي اوسیدونکې ده وایي پدې ښار کې وضعیت داسې ده لکه د جګړې سیمه چې وي.

پدې ښار کې برښنا نشته او د خلکو د ژوندانه چارې یې ډیرې سختې کړي.

میرمن هاچل یکشنبه ډسمبر ۲۵ (مرغومي۴) ناوخته په خبري کنفرانس کې وویل چې لا هم پدې ښار کې وضعیت دومره خطرناک دی چې د مرګ سبب کیدی شي او د ښار ټولو اوسیدونکو ته یې خبردرای ورکړی چې د خپلو کورونو څخه بهر نشي.


د متحده ایالاتو د ختیځ ساحل په ډیری ایالتونو کې څه باندې ۲۰۰ زره خلک پداسې حال کې برښنا نلري چې امریکا کې د کرسمس ورځ نمانځل کیږي.

د متحده ایالاتو په تقریباً ۴۸ ایالتونو کې هوا سړه ده او یخ باد پکې لګیږي. د الوتکو زرګونه پروازونه هم فسخ شوي.


د بفالو په ښار کې د اضطراري چارو کار کوونکو د ښار په بیلا بیلو برخو کې د خلکو مړي په موټرو او یا د واورو لاندې موندلي. دوي وایي چې ښایي نور ډیر کسان هم مړي او لټون یې روان دی.


پدې ښار کې نړیوال هوایي ډګر د سه شنبې تر ورځې تړل شوی او په ځینو ولسوالیو کې د موټرو په تګ راتګ هم بندیز لګیدلی.

د ښار په ځینو برښنا کوټونو کې سیستم کنګل شوی او ښایي تر سه شنبې پورې خلک برښنا ونلري. ځینو چارواکو ویلي چې د ښار یو فرعي برښنا کوټ تر ۱۸ فوټه واورې لاندې شوی.

XS
SM
MD
LG