د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال د واورو او باران اورښت زیات شوی – اوبو او انرژۍ وزارت


افغانستان کې د واورو او باران اورښت د تیرکال پرتله زیات شوی دی.
افغانستان کې د واورو او باران اورښت د تیرکال پرتله زیات شوی دی.

د اوبو او بریښنا وزارت وايي، په روان ۱۳۹۷ لمریز کال کې د تیرکال پرتله په افغانستان کې د واورې او باران اورښت یو نیم چند او د تیرو پنځه کلونو پرتله په اوسط ډول ۵۱ فیصده زیات ثبت شوی دی.

د دغه وزارت د راپور له مخې د افغانستان د سیندونو په پنځه حوزو کې د اورښت کچه ( واوره او باران) د تیر ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر، نوامبر او دسمبر په میاشتو کې او هم د روان میلادي کال د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې د تیرکال پرتله یونیم چنده زیاته ثبت شوې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په تیرو دوو میاشتو کې د واورو اورښت په غرنیو سیمو کې د اوبو طبیعي ذخیرې ډیرې کړي دي.

دغه وزارت د واورو او باران شوي اورښت ته په کتنې را روان ۱۳۹۸ لمریز کال د افغان بزګرانو ته یو ښه کال په توګه یاد کړی او ویلي دي، چې اورښت به د کرکیلې لپاره ګټه ورسوي.

​که څه هم د واورو او باران اورښت د را روان کال لپاره د حاصلاتو د زیاتیدو په برخه کې مرسته کوي، خو زیات اورښت د سیلابونو د راوتلو اندیښنې هم له ځان سره لري.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي" ممکن د مارچ د میاشتې په وروستیو کې د هوا په توتیدو سره د غرونو په لوړو برخو په ځانګړي ډول په هندوکش کې له وخت وړاندې سیلابونو د راوتلو سبب شي، چې ممکن مالي او انساني زیانونه واړوي".

د اوبو او انرژۍ وزارت هیله لري، چې د واورو او باران اورښت به د وچکالۍ د اغیزو کمیدو کې مرسته وکړي
د اوبو او انرژۍ وزارت هیله لري، چې د واورو او باران اورښت به د وچکالۍ د اغیزو کمیدو کې مرسته وکړي

د افغانستان په شاوخوا دیرش ولایتونو کې په دې وروستیو اونیو کې د واوری او باران اورښت شوی، چې ورسره په دغه هیواد کې د روانې وچکالۍ د اغیزو د کمیدو هیلې زیاتې کړي دي.

د واورو او باران اورښت د کابل او یو شمیر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ترمنځ لارې هم بندې کړي دي.

د سالنګ د لارې د ساتنې رئیس عبدالبصیر حبیبي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د سالنګ لار له تیرو درې ورځو راهیسې د واورو د اورښت له امله بنده شوې ده.

ښاغلي حبیبي وویل، چې په سالنګونو کې ۱۵۰ ساتنې متره واوره شوې، چې ورسره په سالنګونو کې د هوا د سړیدو سبب شوې ده.

ښاغلي حبیبي وویل " مونږ په شمالي سالنګ کې د واورې پاکیدل پیل کړي او نږدې دوه کرښې مو سره وصل کړي دي، خو په جنوبي سالنګ کې تر شلو پورې د واورو د ښوېیدو پیښې شوي، چې له دې سره سره مونږ د واورې پاکیدل پیل کړي دي، و به کتل شي، چې دا لار به څه وخت پرانیستل شي".

هغه له موټر چلوونکو څخه وغوښتل، چې د سفر پر وخت ډیر له احتیاط څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG