د لاس رسي وړ اتصالات

واورو په واشنګټن او ورڅېرمه سیمو کې د ژوند چارې ټکنۍ کړي


ددوشنبې په ورځ په واشنګټن ډي‌سي ډېره واوره وشوه
ددوشنبې په ورځ په واشنګټن ډي‌سي ډېره واوره وشوه

په واشنګټن ډي سي او د امریکا د ختیځو سواحلو په یو شمیر نورو ایالتونو کې د دوشنبې په ورځ سخته واوره ورېدلې ده چې له امله یې د ژوند چارې مختل شویدي.

د دوشنبې د ورځې جنوري درېیمه (مرغومې۱۳) د سختې واورې د اورېدو له امله د ویرجنیا په ایالت کې د آی ۹۵ لویه لار چې د امریکا په ختیځ ساحل کې د شمالي او جنوبي ایالاتونو ترمنځ مهمه لویه لار ګڼل کیږي د شپږو لویو باروړونکو موټرو د ټکر له امله تړلې ده.

په سلګونو کسان د دغې لارې په اوږدو کې له ۱۵ ساعتونو څخه د زیات وخت لپاره بند پاتې وو. د ویرجنیا د ایالت والي او د دغه ایالت د ترانسپورت ریاست وايي د سه شنبې د ورځې له سهار څخه یې د لارې د خلاصولو لپاره هڅې پیل کړیدي.

دغه راز د ویرجنیا د ایالت سناتور ټم کېن په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دوشنبې د ورځې د ماسپښین په یوه بجه یې واشنګټن ډي سي ته خپل دوه ساعته سفر پیل کړ، خو ۱۹ ساعته کیږي چې اوس هم په لاره کې دی.

د دوشنبې د ورځې په سهار د امریکا په پایتخت واشنګټن ډي سي او شاوخوا سیمو کې د سختې واورې د اورېدو له امله دولتي دفترونه او ښوونځي تړلي و.

د دغې ورځې تر ماسپښین پورې په واشنګټن ډي سي، د ویرجنیا په شمال او د مریلنډ د ایالت په مرکزي سیمو کې پنځه ویشت سانتي متره واوره واورېدله.

له چټک باد سره مل دغې واورې اورېدنې هوايي او ځمکنی ترافیک له خنډ سره مخامخ کړ او د شاخوا پ۵۰۰ زرو کسانو لپاره یې د برق جریان قطع کړ.

د واشنګټن په درې لویو هوایي ډګرونو کې نیمايي پروازونه وځنډول شول او یا هم لغوه شول.

د واورې د اورېدو له امله د ولسمشر بایډن هلیکوپترپرواز ونشوای کولی او ولسمشر چې د هفتې د آخرې د رخصتۍ د تیرولو لپاره د ډلېویر په ایالت کې خپل کور ته تللی و. د امریکا د هوايي ځواک په الوتکه کې واشنګټن ته نږدې یوې پوځې اډې راستون شو او له هغه ځایه تر سپینې ماڼۍ یې په موټر کې سفر وکړ.

دغه راز د سپینې ماڼۍ خبري کنفرانس هم لغوه شو.

همدارنګه، سختې واورې د شمالي کرولاینا په ایالت کې هم د ترافیکو بهیر ګډ وډ کړی او د شمالي او جنوبي کرولاینا په ایالتونو کې یې د څه باندې یوسل او څلور دیرش زره کسانو لپاره د برق جریان پرې کړی دی.

XS
SM
MD
LG