جنوبي کوریا د پنجشنبې په ورځ د فوټبال نړیوال جام د اې ګروپ په خپله لومړنۍ لوبه کې د چک جمهوریت ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه.
د مکسیکو په ګوادالاهارا لوبغالي کې په دې لوبه کې د جنوبي کوریا بدیل لوبغاړي اوه هیون ګیو په ۸۰مه دقیقه کې د بریا ګول وواهه.
د لوبې په لومړۍ نیمايي کې هیڅ لوری د ګول په وهلو و نه توانید.
د جنوبي کوریا کپتان سن هیونګ مین د ګول وهلو څو ښه فرصتونه له لاسه ورکړل، خو د چک کپتان لادیسلاو کرییچي په ۵۹مه دقیقه کې په سر ګول وواهه او خپل ټیم یې مخکې کړ. خو د چک جمهوریت برلاسي ډیر دوام ونه کړ، ځکه چې اته دقیقې وروسته هوانګ این بوم د کوریايي ګول کیپر له پاسه توپ واړاوه او ګول یې وواهه.
توماس سوچک فکر کاوه چې د ۷۷مې دقیقې په فري کېک کې د سر په ګول سره یې چک جمهوریت بیا مخکې کړی، خو ګول د اف سایډ له امله رد شو. له دې درې دقیقې وروسته، د جنوبي کوریا هوانګ د خپل ټیم دوهم ګول وواهه.
دا د متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه توب د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام دوهمه لوبه وه.
لومړنۍ لوبه په مکسیکو ښار کې د مکسیکو او جنوبي افریقا ترمنځ وه. د مکسیکو ښار په مشهور ازتیکا لوبغالي کې ددې لوبې وړاندې د پرانیستنې مراسم په لاره اچول شوي وو.
مکسیکو جنوبي افریقا ته د صفر په مقابل کې په دوو ګولونو د ماتې ورکولو سره د اې ګروپ په سر کې دی.
مکسیکو د نړیوالو جامونو په اوو پرانیستونکو لوبو کې برخه اخیستې خو لومړی ځل دی چې یوه پرانیستونکې لوبې ګټي.
مکسیکو به راتلونکې پنجشنبه په ګوادالاهارا کې له جنوبي کوریا سره مخامخ شي، په داسې حال کې چې چک جمهوریت به د متحدو ایالتونو په اتلانټا کې له جنوبي افریقا سره لوبه وکړي.
د چیک جمهویت په لوبډله کې د ۲۰۰۶ نړیوال جام د وخت په څیر مشهورې څیرې ندي پاتې او مجبور دي چې د ډیرو تخنیکي سیالو لوبډلو سره یرغلیزه لوبه وکړي.
د نړیوال جام درې نورې لوبې هم د مکسیکو په ګوادالاهارا لوبغالي کې کیږي. په دې کې د هسپانیې او یوروګوای ترمنځ مهمه سیالي هم شامله ده چې د جون په ۲۶مې کیږي.
متحده ایالتونه چې ددې جام ګډ کوربه توب کوي، او د جمعې په ورځ د پاراګوای سره د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې لوبه لري. د نړیوال جامه د دوهمې ورځې بله لوبه د کاناډا په ټورانټو کې د کوربه ټیم او بوسنیا هرزګوینا ترمنځ ده.
فورم \ دبحث خونه