د لاس رسي وړ اتصالات

متحدو ایالتونو د فوټبال نړیوال جام حذفي پړاو ته لار ومونده

د ۲۰۲۶ د فوټبال په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ (جون ۱۹) متحدو ایالتونو په اسانه استرالیا ته ۲-۰ ماتې ورکړه او د جام حذفي پړاو ته یې لار ومونده.

متحده ایالتونه له کاناډا او مکسیکو سره په ګډه ددې نړیوال جام کوبه توب کوي.

په سیاټل کې د D ګروپ د نننۍ لوبې په ۱۱مه دقیقه کې امریکايي فولارین بالوګون د استرالیا له دفاعي کرښې واوښت او داسې شاټ یې وکړ چې استرالیايي مدافع کامرون برګس په تېروتنه خپل جال ته وواهه.

امریکا د لومړۍ نیمایي له پای ته رسېدو لږ مخکې خپله برتري هغه مهال دوه برابره کړه، کله چې الیکس فریمن له نږدې واټنه په سر ګول وواهه. دا ګول په لومړي سر کې د آف‌سایډ له امله رد شو، خو د ویډیويي مرستندویه ریفري (VAR) له بیاکتنې وروسته ومنل شو، او په لوبغالي کې یې د امریکايي مینه والو د خوښۍ پراخې نندارې را وپارولې.

متحده ایالتونه له دې بري سره شپږ پواینټه ترلاسه کړل او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته یې لاره ومونده.

د متحدو ایالتونو لوبډله به د ګروپي پړاو خپله وروستۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د لاس انجلس په لوبغالي کې له ترکیې سره ترسره کړي.

استرالیا به، چې په D ګروپ کې درې پواینټه لري، په سان فرانسسکو کې له پاراګوای سره مخامخ شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG