په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې ٣٢ ټیمونه برخه لري چې په اتو گروپونو کې سره لوبه کوي. دا لوبې د جولای د میاشتې په ١٥ پای ته رسیږي.
په روسیه کې د فوټبال نړیوال جام
۹
د ایران ملي ټیم د مراکش د لوبډلې سره خپله سیالۍ وگټله. ایران د لوبې په وروستیو شیبو کې د مراکش پر گل برید وکړ چې په نتیجه کې د مراکش مدافع د توپ د دفاع پر وخت د خپل ټیم دروازه پرانسته او لوبه د ایران په گټه پای ته ورسیده
۱۰
د فرانسې د فوټبال ملي ټیم خپله لومړنۍ لوبه د استرالیا سره وکړه او لوبه یې دوه د یو په مقابل کې وگټله
۱۱
د انگلیستان ملي ټیم خپله لومړنۍ لوبه د تونس سره وکړه او دوه د یو په مقابل کې بریالی شو
۱۲
برازیل خپله لومړنۍ لوبه د سویس سره وکړه، لوبه یو د یو په مقابل کې مساوي شوه