د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۱۹ کې د کومو طبیعي پیښو وړاندوینې شوې


په ٢٠١٩ کال کې هم د هر بل کال په څیر د لمر نیونې، سپوږمۍ نیونې او ځینو نورو طبیعي پیښو وړاندوینه شوې ده.

د جنورۍ شپږمه – لمرنیونه (کسوف)

د ٢٠١٩ کال په لومړۍ اونۍ کې به سپوږمۍ د لمر او ځمکې ترمنځ راشي چې دلمر ځنې برخې به تندر ونیسي.

د امریکا د متحده ایالاتو د فضایي څیړنو ملي ادارې یا ناسا ویلي چې دغه لمر نیونه به د اسیا په شمال ختیځ کې د لیدلو وړ وي.

پدې ورځ به د بیجینگ خلک ۲۰ فیصده، د توکیو اوسیدونکي ۳۰ فیصده او د روسیې د ولادیوستوک وگړي ۳۷ فیصده کسوف وویني.

د جنورۍ ٢١ – بشپړه سپوږمۍ نیونه (خسوف)

ځمکه به پدې ورځ د لمر او سپوږمۍ ترمنځ راشي او د ځمکې سیوری به د ٦٢ دقیقو لپاره د سپوږمۍ ټوله سطحه وپوښي. دغه سپوږمۍ نیونه به ٣،٥ ساعته دوام وکړي.

ناسا وايي پدې ورځ به سپوږمۍ له بل هر وخت څخه ځمکې ته نژدې، ستره او ډیره روښانه به وي.

دغه سپوږمۍ نیونه به د امریکا په متحده ایالاتو، گرینلند، آیسلند، د اروپا لویدیځ او د افریق په غرب کې په بشپړه توگه ولیدله شي او د اروپا په ختیځ او د افریقا په ختیځ کې به په قسمي توگه د لیدلو وړ وي.

د جولای دوهمه – بشپړه لمر نیونه (کسوف)

د ٢٠١٩ کال د جولای د میاشتې په دوهمه به سپوږمۍ د ځمکې او لمر ترمنځ واقع شي او د بشپړه لمر نیولو سبب به شي.

دا لمر نیونه به له پیل نه تر پایه څلور ساعته او ٥٥ دقیقې دوام وکړي، خو سپوږمۍ به یواځې له دوو نه تر دوه نیمو دقیقو پورې لمر پټ کړي.

د چیلي او ارجنتاین خلک به دغه پیښه په کلي توگه ننداره کړي او د اکوادور، برازیل، یوروگوای او پاراگوای اوسیدونکي به هغه تر یوه حده وویني.

د جولای ١٦ – قسمي سپوږمۍ نیونه (خسوف)

د سپوږمۍ ځنې برخې به د ځمکې په سیورې وپوښل شي او ٦٠ فیصده به د سپوږمۍ سطحه پټه کړي.

دا پیښه به په کلي توگه پنځه نیم ساعته دوام وکړي او د ناسا په وینا په جنوبي امریکا، اروپا، افریقا، د اسیا جنوب او استرالیا کې به د لیدلو وړ وي.

له دې سربیره به څو نورې پیښې هم په اسمان کې وشي چې د زیات شمیر یې پرته له تلسکوپ څخه د لیدلو وړ ندي.

XS
SM
MD
LG