د لاس رسي وړ اتصالات

د ودانیو پر دیوالونو نصبېدونکې سولر تختې


FILE - A rooftop is covered with solar panels at the Brooklyn Navy Yard in New York, Feb. 14, 2017.
FILE - A rooftop is covered with solar panels at the Brooklyn Navy Yard in New York, Feb. 14, 2017.

تر دې دمه د سولر تختې د بامونو پر سر نصبیدلې خو اوس یو شرکت داسې ښېښې تولید کړي چې د ودانیو په دیوالونو نښلول کیږي او د لمر انرژي اخیستلی شي.

د سولر یا د لمر د انرژۍ له تختو څخه اوس د نړۍ ډیر خلک د خپلو بامونو پر سر کار اخلي چې د خپلو کورونو لپاره د اړتیا وړ برق ورباندې تامین کړي.

خو د ودانیو په دیوالونو هم د لمر وړانګې لویږي او د سولر د تختو د نصبولو لپاره ورڅخه مناسب ځای جوړوي د بلډ سولر په نامه شرکت بنسټ اېښودنکی حسن بیګ وايي شرکت یې د سولر داسې تختې جوړې کړي چې د ودانیو په دیوالونو نښلول کیږي.

"زمونږ تولید درې بیلابیل کارونه کولی شي، د برق تولید، د نور تولید او حرارتي عایق بندي چې په عمومي توګه هر ساختماني تولید ورته ضرورت لري."

په دیوال باندې نښلېدونکې ښېښه د سولر ۱۳ کوچنۍ تختې لري چې د یوې ودانۍ د اړتیا وړ برق تولیدولی شي، له ودانۍ بهر ولاړ موټر چارجولی شي او یا یې هم دغه چارج ذخیره کیدی شي. دغه تکنالوژي بلډینګ انتیګریدت فوتولوتیکس نومیږي.

"مونږ د ښېښې په دغه بلاک کې د سولر کوچنۍ تختې ځای پرځای کړي. او د پاسه مو ځیرکې عدسیې ځای پرځای کړي چې د ورځې په جریان کې د لمر رڼا جذبوي او په دې کار سره د سولر هره تخته ډیر برق تولیدوي."

د ښېښو دغه بلاکونه ډیر ښکلي ښکاري او له ډول ډول رنګه فلترونو سره کار کوي. د بلډ سولر شرکت خپل تولید په راتلونکي کال کې بازار ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG