د لاس رسي وړ اتصالات

ځانګړو امریکايي ځواکونو یرغمل شوي کارکونکي ژوندي وژغورل

د امریکا د سمندري ځواکونو یوې خاصې قطعې چې نیوي سیلس نومیږي پرون د چارشنبې په ورځ د شپې په تیاره کې په سومالیه کې عملیات ترسره کړل او دوتنه یرغمل شوي کسان یې چې یوه یې امریکايي میرمن وه او بل یې هم د دینمارک تبعه و، آزاد کړل.

۳۲ کلنې امریکايي جیسکا بوکانن او ۶۰ کلن دینمارکي پال هاګن ټیستید د ډینمارک د کډوالو د سازمان دپاره کار کاوه. دغه دواړه خیریه کارکونکي تیرکال د اکټوبر په میاشت کې په سومالیه کې کله چې د ماین پاکۍ د یوې ډلې سره یې کار کوي د وسله اولو سړو تښتونکو له خوا یرغمل ونیول شول.

وروسته له هغه نه چې د ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو له مخې دا په ډاګه شوه چې د میرمن جسیکا روغتیايي وضیعت ښه نه دی، د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل د ملي امنیت ډلې ته امر وکړ چې پر یوه پلان باندي دي کار شروع کړي.

دوه ورځي مخکي ښاغلي اوباما د سمندري قواوو د ځانکړې قطعې یا نیوي سیلس ماموریت منظور کړ چې په سومالیه کې یرغمل شوي دغه دوه تنه خیره کارکونکي وژغوري.

ځانګړو امریکايي ځواکونو خپل ماموریت ترسره کړ او په لړ کې یې یرغمل شوي کارکونکي سم سلامت د سړو تښتونکو له منګولو نه خلاص کړل.

په دغه عملیاتو کې ۹ تنه یرغمل نیونکي ووژل شول. د اسوشیټیټ پریس خبري آژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله چې د هویت د نه افشا کیدو په شرط یې خبري کولې، ویلي چې یادشوي ځانګړي ځواکونه د هغې قطعې مربوط و چې تیرکال یې د پاکستان په ایبیټ آباد کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن پرون د چارشنبې په ورځ د ماموریت په هکله یو څه معلومات ورکړل.

هغه داسي وویل: ،،داسي پریکړه وشوه چې همدا یې وخت دی. د جسیکا روغتیايي حالت مخ پر خرابیدو و نو پریکړه ونیول شوه چې باید د هغې د ژغورلو دپاره اقدام وشي.،،

څو دقیقې وروسته له هغه نه چې ولسمشر اوباما کانګرس او د امریکا خلګو ته خپل کلنیزه وینا وکړه، په سپینه ماڼۍ کې یې د تښتول شوي میرمن جسیکا د پلار سره د ټلفون له لارې خبري وکړې او نوموړي ته یې ډاد ورکړ چې لور یې خوندي ده.

د بایل حسین په نامه یوه کس چې په خپله هم د یرغمل نیونکو سره اړیکې لري، اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د امریکا ځانګړي ځواکونه د شپې دخوا ډیر چټک راغلل او په داسي حال کې چې یرغمل نیونکو مخدره مواد کارولي وو او نشه و، ماموریت یې ترسره کړ.

حسین وايي چې په خپله په سیمه کې نه و حاضر خو د یوه بل یرغمل نیونکي سره یې خبري کړي دي چې په سیمه کې حاضر وو او وايي چې په ماموریت کې ۹ کسه یرغمل نیونکي ووژل شول او ۳ تنه هم ژوندي ونیول شول او ځانګړو ځواکونو د ځانه سره یووړل.

د ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د سومالیې د ادادو په ښار کې ترسره شو.

د دینمارک د کډوالو سازمان وايي چې دواړه خیره کارکونکي روغ رمټ دي او ډیر ژر به د خپلو کورنیو سره یوځای شي.

میرمن جسیکا په کال ۲۰۰۶ کې د فورج کریشن کالیج څخه چې د پنسلوانیا ایالت په فیلادیلفیا ښار کې یو کوچنی پوهنتون دی فارغه شوه.

ددغه پوهنتون ریْس ریورند دان میر وايي چې هغې په افریقا کې درس ورکړ او ددغې سیمه سره یې مینه پیدا شوه

ښاغلی میر داسي وايي: ،،نه پوهیږم چې څه وشول خو هغې د افریقا په هکله چې هر ځلي به یې خبري کولې، د سترګو نه به یې اوښکي راتلې او د سیمې سره یې ډیره مینه درلوده.،،

داسي ویل کېږي چې یادشوي کسان د مجرمینو له خوا تښتول شوي وو په دې قضیې کې د القاعدې سره ټرلې ډلې الشباب لاس نه درلودی.

د ویلو وړ ده چې اوس هم په سومالیه کې څو تنه بهرنیان د یرغمل نیونکو په قبضه کې دي چې په کښي یو بریتانیوی سیلانی دی، دوه هسپانیوي ډاکټران دي او یو امریکايي خبریال دی چې د شنبې په ورځ هلته وتښتول شو.

په داسي حال کې چې غټو کښتو د سمندري غلو په مقابل کې دفاعي پلانون جوړ کړي دي، اوس دغه غله پر ځمکه باندي خلګ تښتوي.

XS
SM
MD
LG