د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه جنوبي افریقا وګټله


افغانستان ددې جام د لومړي پړاو د نهو لوبو څلور وګټلې او د لسو لوبډلو په نوم لړم کې شپږم ځای لري. 
افغانستان ددې جام د لومړي پړاو د نهو لوبو څلور وګټلې او د لسو لوبډلو په نوم لړم کې شپږم ځای لري. 

د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ نومبر لسمه (لړم ۱۹) افغانستان خپله وروستۍ لوبه له جنوبي افریقا څخه د پنځو ویکټو په توپیر وبایلله.

د هند په احمد اباد کې افغانستان ددغه پنځوس اوریزې لوبې د پچې له ګټلو وروسته د لسو لوبغاړو په سوځېدو مخالف لوري ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې جنوبي افریقا دغه هدف د پنځو ویکټو په بایللو سره په ۴۸م اوور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د جنوبي افریقا راسي فنډرډسن په ۹۵ توپونو ۷۶ منډې وکړې، تر پایه و نه سوځېد او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی شو.

د جنوبي افریقا دپاره پرانیستونکي توپ وهونکي کوینټن ډیکاک ۴۱ او انډیل فاکوایو ۳۹ منډې وکړې

د افغانستان توپ وهونکو راشد خان او محمد نبي د جنوبي افریقا دوه-دوه او مجیب الرحمن ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان دپاره توپ وهونکي عظمت الله عمرزي په ۱۰۷ توپونو ۹۷ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد.

د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په ترتیب له ۲۵ او ۱۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل. توپ وهونکو رحمت شاه ۲۶ منډې او اکرام عليخیل ۱۲ منډې وکړې.

د جنوبي افریقا توپ اچوونکو جیرالډ کوتزي د افغانستان څلور لوبغاړي او لونګی نګیډي او کیشاو مهاراج دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

دا په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه وه.

افغانستان ددې جام د لومړي پړاو د خپلو نهو لوبو څلور وګټلې او د لسو لوبډلو په نوملړ کې شپږم ځای لري.

د جنوبي افریقا لوبډله له وړاندې د هند او استرالیا سره ددغه جام نیمه پای لوبو ته رسیدلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG