د لاس رسي وړ اتصالات

نژادي توپیر په امریکا کې یوه جدي مسله بلل کیږي


د امریکا به بیلا بیلو ښارونو کې د شمالي کارولینا په ښار کې د تور پوستو په یوې کلیسا کې د نهو تنو د وژل کیدو په خلاف غونډې او مظاهری وشوې.

مظاهره کوونکي په حکومت غږ کوي چې د تورپوستو په خلاف د کرکې ختمولو لپاره دي پیاوړي اقدامات وکړي.

ددغو مظاهرو په لړ کې ځیني خلک د کولمبیا په ښار کې د فیدراسیون د جگړې د بیرغ خوا ته راغونډ شوي وو.

دغه بیرغ د نژادي توپیر په خلاف سمبول گڼل کیږي، مظاهره کوونکو په حکومت غږ کړې دی چې دغه مسلې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د امریکا په تاریخ کې د نن نه شا او خوا پنځه لسیزې مخکې د مدني حقوقو مشهور مدافع مارتر لوتر کنگ په خپله اخیرۍ وینا کې وویل (( زه نه منم چې نړۍ دي په نژادي تیارو او جگړې کې بنده پاتي شي. او نړۍ د روښانه او سوله ایز راتلونکې ونلري، زه په دی باور یم چې مینه او سوله د نړۍ راتلونکې دی.))

هر څو چې د نژادي توپیر په وړاندي د ښاغلی لوتر کنگ مبارزه تر ډیره حده کامیابه وه خو اوس هم په امریکا کې د تورپوستو په خلاف توپیر یوه مهمه مسله ده چې د امریکا په تاریخ کې د لومړي تورپوستي ولسمشر اوباما د حکومت په وخت کې پری هم بحثونه کیږي.

د امریکا ولسمشر اوباما د شمالي کروولینا د پیښې نه ورسته په وینا کې وویل(( د قاتل بنیادي محرکات دا په ډاگه کوي چې د نژادي توپیر مسله اوس هم زمونږ په ټولنه کې موجوده ده. مونږ په دی لړ کې ډیر پرمختگ کړېدی خو اوس هم لا ډیر مزل پاتي دی. مونږ به د نژادي توپیر سره په گډه مبارزه کوو. د داسي ډول پیښو زغمل زمونږ د دیموکراسۍ د آېیډیل سره سمون نه خوري. کم تر کمه مونږ له د امریکا د اتباع په توگه په دی مسله خبرې کول پکار دي.))

د امریکا د سي این این یوه ورستۍ سروی کې ۵۵ فیصده افریقایي امریکایي واېي چې اوس هم ډیر تورپوستي امریکایان په دی باور دي چې نژادي توپیر د امریکا ډیره جدي مسله ده.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG