د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا ولسمشر د خلیج سیمې ته د انرژۍ د راجلبولو په خاطر سفر کوي


د جنوبي کوریا ولسمشر د خلیج سیمې ته د انرژۍ د راجلبولو په خاطر سفر کوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د خلیج سیمې ته د انرژۍ د راجلبولو په خاطر سفر کوي

ټاکل شوې ده چې د جنوبي کوریا ولسمشر سعودي عربستان او د خلیج دوو نورو هیوادونو ته ولاړ شي چې خپل هیواد ته د انرژۍ ثابتې زیرمې پیدا کړي. دا سفر په داسي حال کې ترسره کېږي چې سیول پر دې غور کوي چې پر ایران باندي د امریکا د لګیدلیو بندیزونو سره سم ددغه هیواد نه د تیلو واردولول کم کړي. خو جنوبي کوریا د بهر پر انرژۍ باندي تر زیاته بریده تیکه کوي او له دې امله زړه نه نازړه دی چې پر ایران باندي د بندیرونو د وضعه کولو په برخه کې د نړیوالو سره یوځای شی کنه.

د جنوبي کوریا د پایتخت سیول څخه د امریکا غږ خبریال سټیف هرمن ریپوټ راکوي چې د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست ماڼۍ وايي چې جمهور ریْس لي میونګ به د شنبې په ورځ ترکیې، سعودي عربستان ، قطر او عربي اماراتو ته خپل یو هفته ایی سفر پیل کړي.

ولسمشر لي سیمې ته دغه سفر ځکه کوي چې غواړي د ایرن د تیلو په بدیل کې په سیمه کې نوره انرژی ترلاسه کړي.

ټاکل شوې ده چې اروپايي اتحاد به د جولای په میاشت کې د ایران څخه د خپل تیلو پر واردولو باندي بندیز ولګوي ترڅو په لړ کې یې پر تهران باندي بندیز ولګول شي چې خپل د یورانیمو د غني کولو نه لاس واخلي.

د امریکا متحده ایالات هیله لري چې نور هیوادونه به هم دغه لاره تعقیب کړي البته د جاپان او جنوبي کوریا په شمول چې به ختیځې آسیا کې د امریکا کلیدي ملګري ګڼل کېږي.

د جنوبي کوریا د مالیې وزیر بهک جي ون وايي چې د ایران اټمي وسلې انسانیت ته ګواښ پېښوي خو هغه وویل چې جنوبي کوریا لا تراوسه پوري پریکړه نه ده کړې چې د ایران څخه د خامو تیلو څومره برخه به بنده کړي.

هغه داسي وايي: ،،تر اوسه پوري لا آن په امریکا کې توافق نه دی حاصل شوی چې دغه کمښت باید څومره وي او د ولسمشر اوباما له خوا د بندیرونو د لاس لیک شوي مسودې په لړ کې به د وارداتو د کمولو کچه څومره وي.،،

خو جنوبي کوریا چې د نړۍ پنځم د تیلو ستر واردونکی هیواد دی او جاپان چې دویم واردونکی دی دننه په خپلو اړوند هیوادونو کې د داخلي فشار لاندي دي ځکه خلګ ویره لري د تیلو بیې به لوړې شي.

په دواړو هیوادونو کې چارواکي د امریکايي استاځو سره خبري کوي چې پر هغو لارو چارو باندي غور وکړي چې آیا کیدای شي د امریکا د ملي امنیت په مسایلو کې دغه دوه هیوادونه مستثنی وګڼل شي کنه؟

XS
SM
MD
LG