د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي میلیاردر فضا ته د سپیس اکس درې نور پروازونه هم چارټر کړل   


له ښاغلي ایزکمن سره درې نور کسان هم په دغه هوايي سفر کې شامل دي
له ښاغلي ایزکمن سره درې نور کسان هم په دغه هوايي سفر کې شامل دي

امریکایي میلیارد جیرد آیزکمن نن دوشنبه فبروري‌۱۴ (سلواغه۲۵) اعلان وکړ چې فضا ته یې د سپیس اکس خصوصي شرکت درې نور پروازونه هم چارتر [دربست-کرایه] کړل.

نوموړی لومړی امریکايي و چې فضا ته یې د دغه شرکت یو بل پرواز هم چارتر کړی و.

د دغو دریو پروازونو په لومړي پرواز کې به په خپله ښاغلی آیزکمن وي، دغه پرواز ته د «قطب سپیده چاود» نوم ورکړل شوی دی. دا سفر به د روان ۲۰۲۲ کال په وروستۍ برخه کې وشي.

دغه ګام فضا ته د تجارتي‌ سفرونو د تګ راتګ په سترګه کتل کېږي.

د سپیس اکس شرکت مشر ایلن مسک هلې ځلې کوي چې فضايي تجارتونه او تګ راتګ پیل او دود کړي.

ښاغلي ایزکمن نه دي ویلي‌ چې د دغه فضايي پرواز کرایه یې څومره ده خو اټکل کیږي چې میلیونونه ډالر به ورکوي.

دی په خپله یو مجرب پیلوټ دی او تېرکال یې د سپیس اکس شرکت «دراګون» هوايي ماموریت رهبري کړ چې په ترڅ کې یې څلور کسان درې ورځې په فضا کې وګرځېدل.

دغه امریکايي‌ میلیاردر په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې د «قطب ستوري سپیده دم» په دغه ماموریت کې به پنځه ورځې په فضا کې تېروي او هلته به ګرځي.

له ښاغلي ایزکمن سره به په دغه فضايي سفر کې د امریکا د متحدو ایالتونو د هوايي ځواکونو پخوانی افسر سکات پوتیت، د سپیس اکس د شرکت دوه کارکوونکي او یو فضايي متخصص هم شامل وي.

XS
SM
MD
LG