دغه تاریخي کښتۍ چې یو وخت د امریکا تر ټولو لویه او چټکه سمندري مسافر وړونکې بېړۍ وه، اوس د سمندر په تل کې پرته ده.
د «اېس اېس یونایټډ سټېټس» (SS United States) په نوم دغه کښتۍ د فلوریډا ایالت د ډېسټن ساحل ته نږدې په قصدي ډول ډوبه شوه، څو د نړۍ تر ټولو لوی مصنوعي سمندري کاڼې (Artificial Reef) بدله شي.
د اوکالوسا ولسوالۍ دغه کښتۍ ددې نوي هدف لپاره وپېرله او له اوسپنې څخه د بیا ویلې کولو او له منځه وړلو څخه یې وژغورله.
مخکې له دې چې کښتۍ خپل نوي ځای ته ولېږدول شي، نږدې ۳۰ کاله یې د فلاډلفیا په هماغه بندر کې تېر کړي وو.
د «اېس اېس یونایټډ سټېټس» کښتۍ خپل لومړنی سمندري سفر په ۱۹۵۲ کال کې پیل کړ او په ۱۹۶۹ کال کې یې فعایتونه دریدل.
دغه کښتۍ له اتلانتیک سمندر څخه تر ۸۰۰ ځلو څخه هم ډیره تیره شوې ده. د هالیووډ مشهور ستوري او د امریکا ولسمشران هم د دې کښتۍ په مسافرینو کې شامل دي.
فورم \ دبحث خونه