د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په "ټول ایران کې" له امریکایي وګړو څخه د یوې خبرتیا په خپرولو سره غوښتنه وکړه چې د پوځي عملیاتو د دوام له امله تر "بلې خبرتیا پورې" په هغه ځای کې چې دي هماغلته دې ځانونه خوندي وساتي.
په دې پیغام کې له امریکايي وګړو څخه غوښتنه شوې چې د مرستې لپاره د ایمیل له لارې په tehran.fi@eda.admin.ch پتې او په تهران کې د سویس سفارت د بهرنیو ګټو د ساتنې دفتر ته په دې ټیلیفونونو ۲۲۵۴۲۱۷۸، ۲۲۵۶۵۲۷۳، او ۲۲۷۷۲۴۶۳ اړیکه ونیسي.
په دې پیغام کې لاندې سپارښتنې هم د "ضروري اقداماتو" په توګه وړاندې شوي دي:
خپلې استوګنې یا بله خوندي سیمه کې یو مصون ځای پیدا کړئ. یو څه خواړه، اوبه، درمل، او نور اړین توکي له ځانه سره ولرئ.
د مظاهرو څخه ډډه وکړئ، کوښښ وکړئ چې تاسو ته توجه جلبه نشي، او د خپل شاوخوا چاپیریال په اړه با خبره اوسئ.
د ایران د امنیت په اړه د تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، د مسافرو د ثبت کولو پروګرام (STEP) کې خپل نومونه ثبت کړئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قونسولګرۍ چارو د دفتر له لارې د واټس اپ په وسیله بیلابیل خبرداري ترلاسه کړئ.
فورم \ دبحث خونه